د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي چې تر راتلونکو لسو ورځو به کابل ښار کې د ټکسي موټرو د رنګولو لړۍ پیل کړي.
دغه ریاست د ټکسي موټرو د رنګولو اړوند قراردادي شرکت څخه غوښتنه کړې چې د کابل په څلورو خواوو کې د ټکسي موټرو د رنګولو لپاره ورکشاپونه جوړ کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ټرافیکو عمومي ریاست د پلان مدیر عبدالودود خیرخواه سلاموطندار ته ویلي چې راتلونکو لسو ورځو کې به د ټکسي موټرو د رنګولو بهیر پیل کړي.
نوموړي وویل: «تدارکاتي او قرارداد اړوند مراحلو ډېر وخت ونیوو او له قراردادي غوښتل شوي چې تر یوې اوونۍ د کتاب څلورو زونونو کې ورکشاپونه جوړ کړي او تر لسو ورځو به دا بهیر پیل شي.»
نږدې شپږ میاشتې وړاندې د ټرافیکو ریاست له لوري افغانستان کې د ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره نوي رنګونه وټاکل.
دغه ریاست د افغانستان د ټکسي رنګ چې ژېړ او سپین وو، پر روښانه ابي او سپین رنګونو اړولی دی. د ټرافیکو ریاست مسوولان د دغه کار موخه له نړیوالو معیارونو سره د دغو موټرو د رنګ برابرولی، د خلکو د امنیت ټینګښت او د فساد او غلا له منځه وړل یادوي.
د سلاموطندار د راپور له مخې، کابل کې یوشمېر ټکسي چلوونکي دغه ښار کې د شخصي موټرو له ډېرېدو د شکایت ترڅنګ وايي چې دغو موټرو د دوی عاید کم کړی او په وینا یې، دومره پیسې نهلري چې موټر پرې رنګ کړي.
دوی له حکومت غواړي چې د ټکسي موټرو له رنګولو وړاندې دې له ښار څخه شخصي موټر چې په ناقانونه توګه فعالیت کوي، ټول کړي.
موټرچلوونکي وايي، د ټکسي رنګ بدلېدل له ۱۰ تر ۱۵ زره افغانیو پورې لګښت لري او دوی چې د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو ګټي، دغه لګښت نهشي پرې کولی.