Asset 1SWN

طالبانو په بغلان کې ۱۲ سرتېري وژلي

Shahra-1-p1jg09xnbuk6p42161ykyr53exmabtgdc3vy5vvyjw

په بغلان کې باوري سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی او ۱۲ سرتېري یې وژلي دي.

دغو محلي او امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه د پلخمري ښار اړوند د بغلان‌-سمنګان او بغلان‌-‌کندوز پر لویو لارو د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی دی. د سرچینو په وینا، په دغه برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي، ۲ ټپیان دي او ۲ نور هم ورک دي.

سرچینې وايي، طالبانو یاده پوسته په بشپړ ډول ویجاړه کړې او یوشمېر جسدونه اوس هم تر خاورو لاندې دي. سرچینې زیاتوي چې په نښتو کې د ملي اردو دوه ټانګونه هم سوځېدلي دي.

د سرچینو په وینا، طالبان اوس هم پر یاده لویه لاره پاټک لري او هره ورځ له باروړونکو موټرو نه نږدې دوه میلیونه افغانۍ باج اخلي.

د وژل شویو سرتېرو یوشمېر خپلوان چې د هغو د جسدونو د لېږد په موخه د بغلان ولایتي روغتون ته راغلي وايي، د یادو ځواکونو د مرستې لپاره هېڅوک نه دي ورغلي.

په بغلان کې د ملي اردو د لوا قوماندان فرید سیدخېلي بیا په یادو نښتو کې د ۳ امنیتي ځواکونو وژل کېدل تاییدوي او وايي چې د طالبانو برید یې پر شا تمبولی او مرګ‌ژوبله یې هم ورته اړولې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام