د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره (سیګار) وايي، افغانستان کې د میلیونونه بزګرانو او کارګرو ژوند د تریاکو له حاصل سره تړلی دی.

دې ادارې ویلي چې دا موضوع د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو پر کښت د بندیز پر وړاندې یوه تر ټولو لویه ننګونه ده.

سیګار پرون چهارشنبه د تلې ۲۷مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته د افغانستان د اقتصاد پاشلتیا او د بهرنیو مرستو درېدل، لامل شوي چې کروندګر د نشه‌يي توکو کښت ته مخه کړي او عوایدو پورې یې تړاو زیات شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده څه موده وړاندې یوه فرمان کې هېواد کې د هر ډول نشه‌يي توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګولی و.

په ورته مهال هېواد کې د بې‌وزلۍ او نورو لاملونو له کبله لا هم د نشه‌يي توکو کښت، تولید او قاچاق دوام لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

که څه هم د وروستیو کلونو پرمهال مخکینیو حکومتونو هڅه کړې چې د نشه‌يي توکو د کښت کمېدو لپاره کروندګرو ته بدیل کښت وړاندې کړي، خو ښکاري چې دې هڅو هم پایله نه ده ورکړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام