د اټلانټیک کُنسول په نوم د امریکا د فکر خونې بنسټ افغانستان کې د نشه‌يي توکو د ننګونو په اړه یوه تازه راپورکې ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دغه هېواد کې د نشه‌يي توکو تجارت د ودې په حال کې دی.

راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې د نشه‌يي توکو تجارت څه باندې نیم میلیونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه امریکايي بنسټ ویلي، پر اسلامي امارت اقتصادي بندیزونه، د افغانستان د شتمنیو کنګلېدل او د بهرنیو مرستو بندېدل لامل شوي چې افغان کروندګر د بدیل کښت توان له لاسه ورکړي.

د مخکیني حکومت پرمهال مشرانو جرګه کې له نشه‌يي توکو سر د مبارزې کمېسیون رییس محمد هاشم الکوزی سلام‌وطندار ته وايي، وچکالي او د افغانستان ناسم اقتصادي وضعیت کروندګر ستونزو سره مخ کړي او اړ شوي چې د نشه‌يي توکو کښت ته مخه کړي.

هغه له نړیوالې ټولنې غواړي چې کروندګرو سره د بدیل کښت په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي وویل: «زه هیله‌مند یم چې له افغانستان څخه نشه‌يي توکي ورک شي. د افغانانو او کروندګرو په استازیتوب زه یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کوم چې د کوکنارو بدیل کښت برخه کې همکاري او مرسته وکړي.»

په ورته وخت مهال د اسلامي امارت چارواکي د امریکا د اټلانټیک کنسول بنسټ راپور بې‌اساسه بولي او وايي، افغانستان کې پر نشه‌يي توکو بندیز یې له مهمو لاسته راوړنو څخه دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل، که کومه سیمه کې نشه‌يي توکي تثبیت شي، د شرعي قانون له مخې ورسره چلن کېږي. نوموړی ټینګار کوي چې هېواد کې هېڅ چا ته د نشه‌يي توکو کښت او تولید اجازه نه ورکول کېږي.

بلال کریمي وویل: «افغانستان ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته د نورو لاسته راوړنو تر څنګ یوه له دغو لاسته راوړنو څخه د اسلامي امارت لپاره د کوکنارو د کښت، پروسس، تولید او قاچاق مخنیوی و. اوس موږ د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د تولید او قاچاق په برخه کې په ښه پړاو کې یو او هیچا ته به د دا ډول کړنو اجازه ورنکړل شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تجارت پراختیا په اړه دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د روان کال حمل میاشت کې د یوه فرمان پربنسټ، هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، استعمال، پېر او پلور، صادراتو او پروسس بندیز لګولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام