د هرات ولایت محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت یو نوموتی صراف عبدالرحیم صدیقي بېګاه شاوخوا ۷بجې د هرات ښار مرکز کې کور ته پر لار، د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د هرات د امنیه قومنداني د مطبوعاتو امر محمود رسولي سلام‌وطندار ته وايي چې دغه پېښه د هرات ښار شپږمې ناحیې اړوند د «خواجه عبدالله انصاري واټ کې شوې ده. د نوموړي په وینا، تراوسه د دغې پېښې په اړه څوک نه دي نیول شوي او د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي چې د پېښې عاملان ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د وژل شوي صراف د کورنۍ یو‌شمېر غړي وايي چې صدیقي کور ته پر لاره د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی. د دغه صراف د کورنۍ یو غړی عبدالواجد له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دغې پېښې عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د رپوټونو پر بنسټ، د اسلامي امارت له راتلو راهیسې دا لومړی ځل دی چې په هرات کې یو صراف وژل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام