د هرات ولایت یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ناامنیو او جنايي جرمونو د پېښو له ډېروالي اندېښنه څرګندوي. دوی وايي چې هرات کې په وروستیو دوو میاشتو کې د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وسله‌والو غلاوو او انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.

دوی د اسلامي امارت له مسوولانو څخه غواړي چې په هرات کې د امنیت د تامین او د وسله والو غلاوو د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات وکړي او دغه‌راز، له مجرمینو سره دې قانوني چلند وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات اوسيدونکی محمدهاشم نظري وایي، ” په دې برخه کې د دولت مهمه او اساسي دنده ده چې په ښار کې لا زياتې پوستې جوړې کړي او هم د شکمنو کسانو د تګ راتګ مخه ونيسي څو په هرات ولايت کې نسبي او سراسري امنيت تامين نه شي.”

په همدې حال کې د هرات د امنیه قومانداني مسوولان وايي، د اسلامي امارت ځواکونو په تېره یوه میاشت کې تر ۱۴۰ ډېر کسان د وسله‌والو غلاوو، وژنو او د شرابو د تولید او خرڅلاو په تور نیولي دي.

د هرات د امنيې قومانداني جنايي مدير سيدشاه سعادت وایي چې د نيول شويو کسانو دوسيې بشپړې شوې او د څېړنو لپاره محکمې ته استول شوې دي.

هغه وويل: “په تېره يوه مياشت کې ٩١ پېښې شوي چې په تړاو يې ١٤٢ کسان نيول شوي. د دوی دوسیې بشپړې شوي او څارنوالې ته استول شوي او دغه کسان اوسمهال په توقیف کې دي.”

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د هرات د پاسپورټ ادارې مدیر محمدناصر محمدي وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې له لسو ډېر کسان د جعل کارۍ په تور نیول شوي دي.

د هغه په ​​وينا، له نيول شويو کسانو څخه پاسپورټونه، نکاح‌خط، د پوهنتون ډیپلوم او د نمرو ترانسکرېپت، د عامې روغتيا تصدیقونه او سپينې تذکرې ترلاسه شوي دي.

د هرات امنيتي مسوولان په دغه ولايت کې د امنيت د تامین او د جرمونو د مخنيوي په برخه کې ډاډ ورکوي او وايي، چې په هرات کې يې د خپلې واکمنۍ له پيل راهيسې، سلګونه قضيې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام