هرات کې د ناامنیو او جنايي جرمونو د زیاتوالي په اړه د ښاریانو اندېښنې

د هرات ولایت یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ناامنیو او جنايي جرمونو د پېښو له ډېروالي اندېښنه څرګندوي. دوی وايي چې هرات کې په وروستیو دوو میاشتو کې د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وسله‌والو غلاوو او انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.

اسلامي امارت ایټالیا کې د سفیر په توګه د فهیم کشاف ګومارل رد کړي

ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې سفارت پخوانی ډیپلومات محمد‌فهیم کشاف په ناقانونه توګه د افغانستان د سفارت انګړ ته ور دننه شوی او سفیر سره یې له دې امله فزیکي شخړه کړې چې د اسلامي امارت له لوري په روم کې سفیر ټاکل شوی دی.

د افغانستان د روغتونونو بیارغونې لپاره پاکستان یوه روغتیايي ډله رالېږلې

د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د ملي روغتیايي خدمتونو د همغږۍ او مقرراتو وزارت افغانستان د بشردوستانه مرستو په توګه د روغتونونو د بیارغونې لپاره یوه روغتیايي ډله لېږلې ده. په رپوټ کې راغلي چې دغه موضوع د پاکستان د بهرنیو، کورنیو او روغتیا وزارتونو د استازیو د همغږۍ په ناسته کې شریکه شوې ده.

اوچا: روان سخت ژمی به د افغانانو ژوند تریخ کړي

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې د افغانستان اوسېدونکي ډېر سخت ژمي په مخ کې لري او روان ژمي کې به د دوی اوسنی وضعیت نور هم ستونزمن او تریخ شي.

دغه بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د وروستیو ورځو په ترڅ کې درنو وارو او بارانونو په یو‌شمېر ولایتون اغېزمن کړي او الوتنې یې له خنډ سره مخ کړي دي.