Asset 1SWN

هرات کې ناپېژنده وسله‌والو د پوځ ۳ سرتېري وژلي

IMG-20210120-WA0009-p1mn1jbdunmu14n744xqdpyqctvf0xz01g0jh3lkto

د هرات امنیتي او روغتیايي مسوولان وايي، ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولایت کې د ملي اردو پر رېنجرې ډزې کړي چې له کبله یې ۳ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي چې یاده پېښه نن سهار ۷ بجې د هرات ښار په «پای منارها» سیمه کې هغه مهال شوې چې د ملي اردو یوه رېنجره له سیمې د تېرېدو په حال کې وه.

د نوموړي په وینا، بریدګر دوه کسان وو چې پر موټرسایکل سپاره وو او پر یادې رېنجرې یې برید کړی دی. هغه زیاتوي، په نښه شوې رېنجره کې ۱۰ سرتېري دندې ته پر لاره وو او ان یوه یې هم وسله نه لرله.

د هرات د روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي چې د پېښې له ځایه ۳ جسدونه او ۴ ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته ور وړل شوي او وروسته بیا د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو روغتون ته ولېږدول شول.

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

بېګاه هم د هرات د انجیل ولسوالي د «مالان پُل» پوستې ته څېرمه په یوې زوروره چاودنه کې ۶ پولیس ټپیان شول.

هرات کې داسې مهال ناامنۍ ډېرې شوي چې ټاکل شوې ولسمشر محمداشرلف غني سبا پنجشنبه دغه ولایت ته سفر ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام