د مالیې وزارت: د معاشونو یوشان‌والی باید مشخص تعریف ولري

د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د معاشونو یوشان‌والی چې د ولسي جرګې له لوري یې وړاندیز شوی، باید د دې جرګې له لوري تعریف شي.
د مالیې وزارت مرستیال عبدالمجیب ځدران نن ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په غونډه کې وویل چې د معاشونو یوشا‌ن‌والي طرحه د عملي کېدو وړ نه ده، خو کېدای شي چې تعادل په‌کې په پام کې ونیول شي.

په تېرو ۱۲ کلونو کې د احتیاطي کوډونو په نوم میلیارډونه افغانۍ پر سیاسي موخو لګېدلي

د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ تازه راپور ښيي چې په تېرو ۱۲ کلونو کې ۲۷۶ میلیارډه افغانۍ د احتیاطي کوډونو په نوم پر سیاسي موخو لګېدلي دي.
د قانون له مخې، احتیاطي کوډونه باید د ټولې بودیجې درې سلنه جوړ وي او حکومت نه شي کولای چې په دغو کوډونو کې تر دې ډېرې پیسې ولګوي.

«د نورو طالب بندیانو خوشې کول په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي»

د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د سټراټېژیکو او عامه اړیکو رییس وحید عمر وايي چې طالبانو په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر کړی او د دې ډلې د نورو بندیانو خوشې کول په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای.
نوموړي نن ملت ته د دولت حساب‌ورکونې پروګرام په پرانېستونکې غونډه کې وویل چې حکومت د نورو طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالف دی.

د بایډن دولت له طالبانو سره د سولې هوکړه‌لیک ارزوي

د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن له لوري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت لپاره نومول شوي انټوني بلینکن ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه به وارزوي. نوموړي ویلي چې تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو له جزیاتو نه دی خبر او باید دغه هوکړه‌لیک وارزوي چې پر کومو موضوعاتو په‌کې هوکړه شوې ده.

هرات کې ناپېژنده وسله‌والو د پوځ ۳ سرتېري وژلي

د هرات امنیتي او روغتیايي مسوولان وايي، ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولایت کې د ملي اردو پر رېنجرې ډزې کړي چې له کبله یې ۳ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي چې یاده پېښه نن سهار ۷ بجې د هرات ښار په «پای منارها» سیمه کې هغه مهال شوې چې د ملي اردو یوه رېنجره له سیمې د تېرېدو په حال کې وه.