د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د معاشونو یوشان‌والی چې د ولسي جرګې له لوري یې وړاندیز شوی، باید د دې جرګې له لوري تعریف شي.

د مالیې وزارت مرستیال عبدالمجیب ځدران نن ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په غونډه کې وویل چې د معاشونو یوشا‌ن‌والي طرحه د عملي کېدو وړ نه ده، خو کېدای شي چې تعادل په‌کې په پام کې ونیول شي.

هغه وايي: «لومړی دا چې یوشان‌والی باید مشخص تعریف ولري. یوشان‌والی باید تعریف شي، باید روښانه شي. نه شو کولای چې د یوه انجینر، ډاکټر معاش د یوه عادي مامور له معاش سره برابر کړو، یا دا چې د لومړي او درېیم او څلورم بستونو معاشونه سره برابر کړو؛ خو یو تعادل باید په پام کې ونیول شي.»

د دولتي کارکوونکو د معاشونو یوشان‌والي طرحه د ولسي جرګې له لوري تصویب شوې او د دې جرګې غړي ټینګار کوي چې د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې باید په پام کې ونیول شي، که‌نه بودیجې ته به د تایید رایه ور نه کړي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د دې جرګې د تېرې اوونۍ په غونډه کې وویل، تر هغه چې حکومت د معاشونو یوشان‌والي په برخه کې د مامورینو، اجیرانو، ښوونکو، ټیټ‌پوړو کارکوونکو، سرتېرو او افسرانو غوښتنې په پام کې ونه نیسي، ولسي جرګه به د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه تایید نه کړي.

رحماني نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، که حکومت ولسي جرګې ته د بودیجې د نوې طرحې د را لېږلو اراده نه لري، وکیلان به د خپلو ژمنیو رخصتیو په اړه پرېکړه وکړي.

خو د مالیې وزارت مرستیال وايي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې درېیمه مسوده به راتلونکې اوونۍ ولسي جرګې ته ور ولېږي.

د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې ۴۷۳ میلیارډه او ۴۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوې دي. په دغو پیسو کې ۳۱۱ میلیارډه او ۱۹۹ میلیونه افغانۍ عادي او ۱۶۱ میلیارډه او ۸۴۲ میلیونه هغه د پراختیايي بودیجې په توګه په پام کې نیول شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام