د ولسي جرګې یوشمېر غړیو د ولسمشر محمداشرف غني د هغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، ولسي جرګه یوازې د بودجې د تصویب یا رد حق لري، خو وکیلانو ترې تر ۲ زرو ډېرې پروژې غوښتي دي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، د ولس استازیو د واکونو په اړه دا ډول څرګندونې له قانون نه د بې‌خبرۍ په مانا دي.

هغه وايي، د قانون په رڼا کې د بودجې په اړه پرېکړه د ولسي جرګې ځانګړی واک دی او په بودجه کې دقت، د پروژو څرنګوالي او ترې څارنه د وکیلانو حق دی.

د هغه په وینا، ډېره موده کېږي چې د ځانګړو کړیو له ‌خوا پر ولسي جرګې لفظي بریدونه کیږي او پرېکړو ته یې ارزښت نه ورکول کېږي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي هم د ولسمشر غني د څرګندونو په غبرګون کې وايي، که د ۱۴۰۰م کال بودجه کې د سرتېرو، ښوونکو او مامورینو د تنخواوو لوړېدل شخصي پروژې او ملي خیانت وي؛ نو دوی دا خیانت کړی او دفاع به ترې کوي.

د دوی په وینا، که د ولس لپاره د سړک او ښوونځي غوښتل ناقانونه وي، ورته روښانه دې کړل شي.

د ولسي جرګې غړی سیداحمد سېلاب وايي، د حکومت ځینې لوړپوړي او ټیټ‌پوړي چارواکي باید روښانه کړي چې کوم وکیل ترې په کومه پروژه کې باج اخیستی، څو په وینا یې، خلک هم هغوی وپېژني.

د یادونې ده چې د ولسي جرګې غړیو د ۱۴۰۰م کال ملي بودجې طرحه د ځینو لاملونو له کبله د رایو په اکثریت رد کړې او وروسته بیا په ځینو رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې وکیلان غواړي په بودجه کې خپلې شخصي پروژې ځای پرځای کړي.

ولسمشر غني هم ویلي چې د مالیې وزارت باید د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د بودجې سند جوړ کړي او په وینا یې، په یاده بودجه کې د وکیلانو پروژو ته به ځای ورنه کړي.

خو د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، که د بودجې سند کې د دوی غوښتنو ته پام ونه ‌شي، د تایید رایه به ور نه کړي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام