د ولسي جرګې یوشمېر غړو په نننۍ عمومي غونډه کې له ازادي راډیو سره د هېواد د لومړۍ مېرمنې رولا غني د هغو څرګندونو پر وړاندې چې ویلي یې وو، وکیلان رایه پلورونکي دي او جرګه د پېر او پلور ډګر دی، توند غبرګون وښود.

دوی وايي، د لومړۍ مېرمنې دغه څرګندونې د ملت کور ته سپکاوی دی.

د ولسي جرګې غړې راضیې سعادت منګل د جرګې له رییس نه وغوښتل چې د دوی او د ولسي جرګې له حیثیت نه دفاع وکړي، که نه د تالار دروازه دې وتړل شي.

د هغې په وینا، تر دې وروسته د رولا غني د سپکاوي زغملو توان نه لري.

د ولسي جرګې غړي غوښتنه کوي چې د ولسي استازیو په تړاو د هېواد د لومړۍ مېرمنې د څرګندونو څېړلو لپاره دې یو پلاوی وټاکل شي او که معلومه شوه چې د ولسي جرګې غړیو فساد کړی، د هغو نومونه دې په ډاګه او سزا دې ورکړل شي.

د ولسي جرګې غړي غلام‌حسین ناصري وویل، که د هېواد د لومړۍ مېرمنې ادعاوې ثابتې نه ‌شوې، هغه دې له افغان ملت نه بښنه وغواړي او یا دې افغاني تابعیت ترې واخیستل شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم وايي چې لومړۍ مېرمنې رولا غني په یاده مرکه کې وکیلانو ته د درناوي پر ځای، سپکاوی کړی دی.

هغه وویل، رایه ورکول یا نه ورکول، د هر وکیل حق دی او هېڅوک نه‌شي کولای چې څوک پرې تحمیل کړي.

هغه له ولسمشر نه وغوښتل، څو د هغو وزیرانو او رییسانو پر ځای چې د باور رایه یې نه‌ده ترلاسه کړې، نوي کسان جرګې ته ور وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د نن ورځې عمومي غونډې نصاب پوره نه و او ځینو وکیلانو د جرګې پر غړیو د نیوکې ترڅنګ، وویل چې وکیلان دې لومړی خپلو دندو ته حاضر شي او بیا دې د حکومت پر کړنو څارنه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام