د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني ازادي راډیو سره مرکه کې د ولسي جرګې د کړنو له څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي يې دی، دغه جرګه د وکیلانو ترمنځ د پېر او پلور په ډګر بدله شوې ده.

رولا غني ویلي، ان که ولسي جرګه رضایت هم ونه‌لري، د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي او د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ چې نه دي توانېدلي له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي، خپلو دندو ته دوام ورکوي.

د نوموړې دغو څرګندونو د ولسي جرګې د اکثریت غړيو غبرګونونه راپورته کړي. دوی دغه څرګندونې نامسوولانه او د قانون پر خلاف بولي.

د ولسي جرګې غړې مسعودې کروخي سلام‌وطندار ته وويل، د رولا غني موقف ناقانونه او تشریفاتي دی.

د کروخي په وینا، د رولا غني څرګندونې ښيي چې هغه تر خپل قانوني موقف بهر د هېواد مسایلو کې لاسوهنه کوي.

د ولسي جرګې نور غړي د رولا غني څرګندونې سیاسي ځور ازمایل او باج‌اخیستل بولي او دې برخه کې د لومړۍ مېرمنې د ځواب ویلو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې غړي د رولا غني څرګندونې د اساسي قانون پر خلاف بولي.

پوښتنه دلته ده چې ایا هغه د قانون له نظره د دغه ډول څرګندونو صلاحیت لري؟ د حقوقي چارو کارپوه وحید فرزه‌يي وايي، لومړۍ مېرمن هېواد کې رسمي صلاحیت نه لري او په دې توګه، مهمو سیاسي موضوعاتو کې د نظر ورکولو حق هم نه لري.

د رولا غني څرګندونې د ټولنیزو شبکو د کاروونکيو له جدي غبرګونونو سره هم مخ شوې دي. د ټولنیزو شبکو کاروونکي وايي، د هېواد لومړۍ مېرمن له قانون څخه ناخبره ده.

له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو چې دغه راپور کې د هېواد د لومړۍ مېرمن د دفتر نظر ترلاسه کړو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام