د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ملي روغې جوړې شورا د سولې طرحې د توحید کمېټې له خوا د سولې طرحې په نوم جوړې شوې طرحې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې یاده طرحه د جمهوریت اړخ د اجماع پر ځای، اختلافات پیاوړي کړي دي. د هغه په خبره، دا طرحه ډېرې نیمګړتیاوې او کمزورۍ لري او د جمهوریت په استازولۍ د استانبول غونډې ته د وړاندې کولو نه ده.

د سرور دانش د رسنیو برخې پر پاڼه خپره شوې لیکنه کې ویل شوي چې په یاده طرحه کې د ولسمشر غني او افغان حکومت له طرحې سره له سپکاوي ډک چلن شوی او په وینا یې، سره له دې چې د ولسمشر طرحې ته د «الف» نوم ورکړل شوی، خو په اړه یې هېڅ توضېح نه ده ورکړل شوې.

دانش زیاتوي، د ملي روغې جوړې شورا تخنیکي کمېټې «ب» طرحه چې دویمه درجه او د انتقالي دولت طرحه ده، په جزیاتو او توضېح سره پیاوړې کړې چې په خبره یې، یادې کمېټې په لوی لاس غوښتي «الف» طرحه کمزورې او څنډې ته کړي او «ب» هغه پیاوړې وښيي.

سرور دانش زیاتوي، کمېټې په لوی لاس د زلمي خلیلزاد طرحه محور ګرځولې او له ځینو اصلاحاتو او تعدیلاتو سره یې تایید کړې او خپله یې هېڅ نوښت نه دی کړی.

نوموړي ټینګار کړی چې د نظر خاوندان او خلک باید د یادې طرحې په اړه خپل نظریات، لیدلوري او نیوکې وړاندې کړي، څو بیاځلي په پوره دقت سره یوه بشپړه او ټولو ته د منلو وړ طرحه جوړه شي.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، د مخکینۍ پرېکړې پر بنسټ، د ملي روغې جوړې شورا د سولې طرحې د مسودې د توحید او جوړولو کمېټې باید ټول لیدلوري توحید کړي او یوه واحده طرحه ترې جوړه کړې وای، خو په وینا یې، دې کمېټې د تېرېدو دورې او راتلونکي نظام لپاره څو غوراوي په پام کې نیولي، خو د ګټو او زیانونو په اړه یې هېڅ تحلیل نه دی شوی.

د هغه په خبره، په یاده طرحه کې یوازې د یوه ګوند لیدلوری په پام کې نیول شوی دی. دانش زیاتوي، د پارلماني یا صدارتي نظام نظر یوازې د یوه ګوند دی او باید د جمهوریت د ټولې جبهې او دغه راز، د ټولو قومونو او ګوندونو په نوم یاد نه شي. سرور دانش ټینګار کوي چې د ټول‌شموله ګوندي نظام لپاره د بستر نه موجودیت له کبله د پارلماني نظام لپاره شرایط برابر نه دي او د دغه نظام په برخه کې تېرې تجربې هم ناکامې وې.

دانش نیوکه کړې چې په یاده طرحه کې واک د دوو قومونو ترمنځ وېشل شوی چې یو یې د ولسمشرۍ او بل یې هم د صدراعظمۍ وړ بللې او په وینا یې، نور قومونه درېیمه او څلورمه درجه ښودل شوي او بېخي له پامه غورځول شوي دي. نوموړی وايي، یاده طرحه د قومونو د ګډون تمثیل نه کوي او ترمنځ یې نور درزونه هم ډېروي.

د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړې: «موږ تل باید د خپل اندام لپاره جامې ونه ګنډو او نه هم په هره طرحه کې یوازې د ځان لپاره یو موقف تعریف کړو. باید عمومي ګټو او د ټولو بهیرونو نظریاتو ته درناوی وکړو او هر ډول طرحه او لیدلوری باید د افغاني ټولنې له واقعیتونو سره سم او د ټولو اړخونو، قومونو، ټولنیزو کتلو او نوموتو کسانو د رایو پر بنسټ وي. هېڅوک باید خپل لیدلوری پر نورو تحمیل نه کړي او نه یې هم وروستی او له حقیقت سره مساوي وبولي.»

د ملي روغې جوړې شورا وړمه ورځ وویل چې د سولې طرحې د مسودې د توحید او جوړېدو کمېټې کار وروستی شوی او هغه یې د دې شورا مشرتابه ته سپارلې ده.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون ویلي و چې یاده مسوده به په راتلونکو ورځو کې د ملي روغې جوړې شورا د مشرتابه کمېټې ته وړاندې او له تصویب وروسته به د یوې واحدې طرحې په توګه د استانبول غونډه کې وړاندې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام