د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، مالیې وزارت په قصدي ډول د بې‌اسنادو موټرو ثبت ځنډوي. نوموړی په دې موضوع کې د لویې څارنوالي له مداخلې او د قانون منګولو ته د یوشمېر چارواکو د را کاږلو له کبله له دغې ادارې مننه کوي.‎

نوموړي نن د مالیې وزارت له مشخصو څانګو غوښتي چې په کارونو کې له ځنډ او ناکارۍ لاس واخلي او خلکو ته خدمت وکړي، که‌نه اړ به شي چې ډېر شمېر یې لویې څارنوالي ته ور وپېژني.

هغه پر خپلې فېسبوک‌ پاڼې لیکلي چې ښاري انضباط او د ملي امنیت او پولیسو ګډو ګزمو له مصادره شویو موټرو او ځانګړو نمبر پلېټونو نه په ګټې اخیستو سره خپل کار پیل کړی دی.

امرالله صالح وايي، تر اوسه یې د قانون ماتوونکو سلګونه موټر نیولي او اوس د پولیسو او ملي امنیت په واک کې دي. هغه زیاتوي، د جرمونو د کچې ټیټوالي یو لامل دا دی چې مجرم پټ نه شي پاتې کېدای او څارل کېږي.

نوموړی وايي: «که هغه انسان تښتونه یا غلا چې پرون وشول، د بې‌پلېټه موټرو په وسیله شوي وای، پولیس به یې په موندلو کې پاتې راغلي وو. موږ په دې برخه کې ډېر جدي یو. ډېر زیات. خوشحاله هم یو، په داسې حالت کې چې د ځانګړې شوې بودجې خوا ته روان یو، مصادره شوي موټر زموږ د امنیتي ادارو له بودجې سره مرسته ده.»

د ولسمشر لومړي مرستیال تر دې وړاندې هم ویلي و چې نور به بې‌اسنادو موټر مصادره کېږي. هغه ویلي و چې له کلونو راهیسې له دغو موټرو شکایتونه کېږي او د مجرمانو پیدا کولو پر وړاندې یوه ستونزه هم همدا ده.

هغه د افغانستان بانک کارکوونکو د وژل کېدو قضیې په اړه لیکلي، رسنۍ او د یما سیاوش کورنۍ غواړي هغه ویډیوګانې ترلاسه کړي چې له ملي امنیت سره دي. صالح ډاډ ورکړی چې یادې ویډیوګانې به تر راتلونکو څو ورځو پورې د قضیې د پراختیا لپاره ورسره وي او بیا به تر خلکو ورسېږي.

ولسمشر محمداشرف غني په کابل ښار کې د جنايي جرمونو له ډېرېدو او د ښاریانو له سختو نیوکو وروسته، د کابل د امنیت مسوولیت د لنډ مهال لپاره خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاره.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام