د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن له لوري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت لپاره نومول شوي انټوني بلینکن ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه به وارزوي. نوموړي ویلي چې تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو له جزیاتو نه دی خبر او باید دغه هوکړه‌لیک وارزوي چې پر کومو موضوعاتو په‌کې هوکړه شوې ده.

نوموړي پرون د خپل واک د تایید په اړوند جوړه شوې غونډه کې د امریکا د سناتورانو په ځواب کې ویلي چې «موږ غواړو چې د افغانستان دوامداره جګړه پای ته ورسوو. غواړو چې په دغه هېواد کې د ترهګرو د پیاوړتیا مخنیوي په برخه کې خپل ظرفیت چې لپاره یې هلته تللي یوو، وساتو.» هغه زیاته کړې: «باید په بشپړ دقت یې وارزوو چې رښتیا د څه په اړه خبرې اترې شوې دي. زه تر اوسه په دې اړه له جزیاتو خبر نه یم.»

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، بلینکن ژمنه کړې چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ښځو حقونه په پام کې نیسي. هغه زیاته کړې، که د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د ښځو او نجونو لاسته راوړنې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه شوي، ونه ساتل شي، د دې پروسې تلپاتې‌والی ناشونی دی. نوموړي ویلي چې «تاسو ته په ډاګه کوم چې دغه کار به اسانه نه وي، خو موږ به خپلې هڅې وکړو.»

امریکا او طالبانو د تېر کال په کب میاشت کې د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. امریکا د دغه هوکړه‌لیک پر بنسټ ژمنه کړې چې د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي او طالبانو هم ژمنه کړې چې ترهګرو ته به د افغانستان له خاورې د عملیاتو اجازه ور نه کړي او له القاعده شبکې او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو بریدونه ودرېدل، خو پر افغان ځواکونو نه یوازې بریدونه روان دي، بلکې په هېواد کې جګړې نور هم زور واخیست.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام