د اسلامي امارت سرپرست حکومت نن (د تلې پنځلسمه، جمعه) «پر افغانستان د امریکا او ناټو د یرغل یوویشتمې کلیزې» په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغانستان د هېڅ هېواد پر وړاندې ګواښ نه‌دی «او نه به هم چا ته اجازه ورکړي چې له افغان خاورې د کوم هېواد پر وړاندې ناوړه ګټه واخیستل شي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد دغه خبرپاڼه پر خپل ټویټر خپره کړې ده. په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «امریکا یوویشت کاله مخکې، په همدې ورځ (د تلې پنځلسمه/د اکټوبر اوومه) له کوم جواز او منطقي دلیل پرته پر افغانستان نظامي یرغل وکړ. د دغه ظالمانه برید په پایله کې یې زموږ مظلوم او بې‌وزله هېوادوال له یوه مشروع او منل شوي نظام بې‌برخې او له سختو ستونزو، شهادتونو، ټپونو او کډوالۍ سره مخ کړل.»

اسلامي امارت په دې خبرپاڼه کې له نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې کرکجن دریځ خپل نه کړي او د دغه هېواد د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې اسلامي امارت د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌دی او نه به هم چا ته اجازه ورکړي چې افغان خاوره د کوم بل هېواد پر وړاندې وکاروي. خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې نور هېوادونه دې هم په مقابل کې د افغانستان پر وړاندې کرکجن او د دوښمنۍ دریځ نه غوره کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلامي امارت تر دې مخکې هم له نورو هېوادونو ورته غوښتنې لرلې او ټینګار یې کړی چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌دی.

خو نړیوالې ټولنې بیا واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام