د کړکېچ نړېوالی ډلې د افغانستان د چارو لوړپوړي څارونکي وایي چې ښایي د افغانستان مسله د امریکا د نوي حکومت لپاره مهمه نه وي .

د دې ډلې یوه لوړپوړي چارواکي انډي وارکنېس په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د امریکا د نوي ولسمشر له نږدې همکارانو او سلاکارانو سره یې خبرې کړي او په وینا یې، افغانستان به د بایډن ادارې د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې نه وي .

د کړکېچ نړېوالې ډلې د افغانستان د چارو لوړپوړي چارواکي دا هم ویلي چې ښایي له افغانستان سره د امریکا مرستې کمې شي او د افغانستان لپاره به د ډونالډ ټرمپ پالیسي ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا، طالبانو د لنډمهالي حکومت نه ده یاده کړې، خو یوشمېر ناخوښه افغان سیاستوال دې مسلې ته لمن وهي او که دغه حکومت جوړ شي، افغانستان به یو ځل بیا ۹۰مې لسیزې ته ولاړ شي چې په وینا یې، دا کار د افغانستان د ثبات لپاره ډېر ګواښوونکی دی.

یوشمېر افغان کارپوهان بیا د نړیوال کړکېچ د چارواکي څرګندونې د امریکایي چارواکو یو تکتیکي دریځ بولي او په وینا یې، دا ښايي پر افغان حکومت او طالبانو یو فشار وي.

د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور وايي، امریکایان یوازې افغانستان ته نه دي راغلي، بلکې د ناټو نور غړي هېوادونه هم ورسره دي. هغه زیاتوي، ناټو تل د افغانستان ملاتړ کړی او یوازې به یې پرې نه ږدي.

د چارو یو بل شنونکی محب‌الله شریف بیا وايي، د افغانستان د سولې مسله د امریکا د نوي حکومت یو لومړیتوب دی. د نوموړي په وینا، دا چې د امریکا ولس د افغانستان له قضیې ستړی شوی، د جوبایډن حکومت ښايي په تکتیکي ډول بل لوري ته د هغو د پام اړولو لپاره دا ډول څرګندونې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي او ورسره هم‌مهاله په هېواد کې جګړې زور اخیستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام