Asset 1SWN

خوست کې چاودنه؛ تر اوسه درې مړي او اووه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي

شهر-خوست-2-qawaxbvoskq91uzblrlw6rd97w78cxvi9161fdn5ag

د خوست د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې د دغه ولایت د مرکز خوست ښار اړوند سپین جومات ته نږدې په یوه هوټل کې چاودنه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې چاودنه کې څو وزیرستاني کډوالو او خوستیاتو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې تر اوسه درې مړي او اووه ټپیان د خوست روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د خوست د ولایت مقام په خبرپاڼه کې د دې چاودنې د ډول او څرنګوالي په اړه څه نه‌دي ویل شوي. همدارنګه، په خبرپاڼه کې دا هم روښانه شوې نه‌ده چې مړینه د خوست اوسېدونکو که د وزیرستان کډوالو ته اوښتې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، امنیتي مسوولان د پېښې سیمې ته ورغلي او د چاودنې د ډول او څرنګوالي تر څنګ، له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څېړنې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام