په دایکندي کې د طالبانو امنیتي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د دایکندي لپاره د طالبانو امنیتي مسوول صدیق‌الله عابد سلام‌وطندار ته وایي چې دغه پېښه نن سهار د اجرستان ولسوالي اړوند د زړو وسپنو په یوه بازار کې رامنځ ته شوې ده.

د دایکندي لپاره د طالبانو امنیتي مسوول زیاتوي چې د پېښې قربانیان کارکوونکي او ملکیان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اجرستان ولسوالي له دې وړاندې د غزني اړوند ولسوالي وه، خو پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته، دغې ډلې اجرستان ولسوالي دایکندي ولایت پورې وتړله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام