د نورستان د والي ویاند سيف‌الدين لټون سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستيو سېلابونو له امله په کامدېش ، واما او منډول ولسوالیو کې ١٥ کسان مړه شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

نوموړی زياتوي چې د سېلابونو له کبله خلکو ته ګڼ مالي زيانونه هم اوښتي، لسګونه کورنۍ يې زيانمن کړي او ترڅنګ يې کرنيزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لټون په وینا، د ولایتي ادارې په لارښوونه د عامې روغتیا او د پېښو پر وړاندې د مبارزې، کرنې او مالدارۍ ریاستونو کاري ټیمونه هم په خپل وخت سیمې ته رسېدلي دي .

هغه زياتوي، د پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت په بېړنۍ توګه زر لېټره تېل او د ۵۰۰ کورنیو لپاره اړین توکي رااستولي چې د سروې او وېش بهیر یې روان دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې ده چې د وروستيو سېلابونو له کبله په ګڼو نورو ولايتونو کې هم خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام