Asset 1SWN

سرپل کې یوه ځوان خپله کوژدنه او خواښې په چاکو وژلي

sar-e-pull-pxb3ahzb6wqwq6pg9n0gp7bz2ybd6r2e36i35fol1k

د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دین‌محمد نظري سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د سوزمه‌کلا ولسوالي د جرمن‌کلا سیمې اوسېدونکي صدرالدین خپله کوژدنه او د هغې مور په چاکو وهلي او وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دا پېښه د سرپل د سانچارک ولسوالي په فرشقان سیمه کې شوې ده. هغه زیاتوي: «د دې وژنې لامل او انګېزه له پردیو سره د وژل شویو کسانو نامشروع اړیکې بلل شوې دي.»

د سرپل د امنیې قومانداني ویاند وايي چې قاتل د خپلې کوژدنې او خواښې له وژلو وروسته تښتېدلی، خو په خبره یې، د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

په همدې حال کې د سانچارک ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دا پېښه د سلواغې په ۲۵مه، د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ شوې ده.

دا داسې مهال ده چې د سرپل اوسېدونکي په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او شکایت کوي چې مخه یې نه نیول کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په یوشمېر ولایتونو کې دې ته ورته پېښې شوي او لامل یې هم کورنی تاوتریخوالی، بې‌وزلي، وزګارتیا او اقتصادي ستونزې ښودل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام