Asset 1SWN

کابل کې د متقاعدینو لاریون؛ «د کورنۍ نفقې لپاره اړ یم، بل ته لاس اوږد کړم»

1

یو‌شمېر متقاعدینو نن سه‌شنبه د چنګاښ ۲۷مه کابل ښار کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال له ملګروملتونو غوښتنه وکړه، څو پر سرپرست حکومت د دوی د تقاعد حقوقو د ورکړې له امله فشار راوړي.

یوه اعتراض کوونکي محمدیاسین سلام‌وطندار ته وویل چې له تېرو درېوو کلونو راهیسې د تقاعد حقوق نه دي ترلاسه کړي او په وینا یې، سوال کولو ته اړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه چې د اووه کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست وايي، د تقاعد نه ترلاسه کولو له امله د خپلې کورنۍ اړتیاوې نه‌شي پوره کولای او اړ شوی چې سوال ته مخه کړي.

نوموړي وویل: «یو ښوونکی هېڅ‌کله غواړي چې عزت یې له خاور سره یو شي، خو نن د خپل زوی، لور او مېرمنې د نفقې لپاره اړ یم چې بل ته لاس اوږد کړم.»

دغو متقاعدینو چې د مالیې وزارت د متقاعیدینو ریاست مخې ته لاریون کړی وایي، له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې تقاعد نه‌دى ترلاسه کړى.

دوی له ملګرو ملتونو غواړي چې پر سرپرست حکومت فشار راوړي، څو د دوی معاشونه ورکړي.

د دفاع وزارت متقاعد ډګروال او د متقاعدینو له استازیو څخه سلیم وویل: «یوناما د ملګروملتونو استازولي کوي او ملګري ملتونه باید پر دولت فشار راوړي، څو د متقاعدینو حقوق ورکړي، ځکه متقاعدینو دولتونو کې کار کړی او نړۍ او ملګري ملتونه باید د دوی حقوق ورکړي.»

په ورته مهال د تېر حکومت پر مهال د کورنيو چارو وزارت تقاعد شوى کارکوونکى عبدالديان چې د لس کسيزې کورنۍ سرپرست دی، وايي، د تقاعد د نه ‌ورکړې له امله اړ شوى چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د خپل کور توکي وپلوري.

نوموړي وویل: «متقاعدینو ته عزت نه دی ورپاتې، نه کور کې او نه هم د باندې ورپاتې دی او کابینې وویل چې د متقاعدینو لپاره بودیجه نشته.»

په همدې حال کې د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل وايي، د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې پلان د دغه وزارت له‌خوا چمتو شوی او د تصویب لپاره یې د اسلامي امارت رهبرۍ ته لېږلی چې له تصویب وروسته به عملي شي.

هغه وویل: «موږ د ا.ا مشرتابه له لوري د متقاعدینو د حقوقو ورکړې طرحې تایید ته په تمه یوو او انشالله چې راشي، معاشونه به یې ورکړو.»

څه د پاسه اووه مياشتې کېږي چې د متقاعدینو د معاشونو ورکړې طرحه د اسلامي امارت رهبرۍ ته استول شوې، خو تراوسه د مشرتابه له‌خوا نه‌ده تصویب شوې.

د متقاعدینو ټولنې معلومات ښيي چې دامهال هېواد کې د ښځو په ګډون شاوخوا ١٤٩ زره تقاعد شوي چې زیاتره هغوی له دوو کلونو راهيسې خپل تقاعد نه‌دی ترلاسه کړی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د يادونې وړ ده چې تقاعد شویو تر دې وړاندې هم څو ځلې د معاشونو د نه‌ورکړې له امله لاريونونه کړي‌ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام