د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په ورځو کې د خلکو له لوري د دغه وزارت سپارښتونو ته د نه پاملرنې او په ټولنه کې د کورونا ویرووس له خپراوي څخه اندېښنه ښايي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي، که څه هم له لوی اختر وړاندې یې له هېوادوالو غوښتنه کړې وه چې کورونا ویرووس جدي وګڼي او د کورونا په اړه  د دغه وزارت لارښوونو ته پام وکړي، خو دوی پرته له دې چې دغو لارښوونو ته پام وکړي، لوی اختر یې په عادي توګه ونمانځه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نظري له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، احتمال شته چې کورونا ویرووس مثبتې پېښې زیاتې شي او وضعیت له دې هم خراب شي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د کورونا ویرووس د پراختیا له امله د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې ټول ښوونیز مرکزونه وتړل شول چې اوس د پوهنې وزارت ویلي، په دغو ولایتونو کې به ټول ښوونیز مرکزونه بېرته پرانیزي.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وایي، د ښوونځیو د بېرته پیل سره هم‌مهاله به په سړو سیمو کې د زده کوونکو څلورمیاشتنۍ او په ګرمو سیمو کې به د زده کوونکو کلنۍ ازموینې واخیستل شي.

هغې زیاته کړه، د ښوونځیو ټولې ادارې اړ دي چې خپلې ازموینې د روغتیا وزارت له لارښوونو سره سمې واخلي.



 نوموړې وویل: «په سړو سیمو کې د زمري په دویمه ښوونځي بېرته پیلېږي او د زمري تر ۵مې د څلورمیاشتنۍ ازموینې د اخیستلو لپاره چمتووال نیول کېږي او وروسته د زمري په ۶مه په سړو او ډېرو سړو ولایتونو کې به نیمه کلنۍ ازموینې واخیستل شي. د زمري په ۶ به د ګرمو ولایتونو کلنۍ ازموینې هم واخیستل شي چې له ازموینو وروسته به کلنۍ رخصتۍ وي.»

د کورونا ویرووس د مثبتو پېښو د ډېروالي په اړه اندېښنې په داسې حال کې مطرحه کېږي چې د روغتیا وزارت د لوی اختر په درېو ورځو کې پر کورونا ویرووس د اخته او مړو شویو شمېرې نه دي خپرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام