د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن کابل کې د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې دغه وزارت د ښځینه متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

د یاد وزارت سرپرست قلندر عباد د ښځينه مسلکي ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ ویلي چې دې چارې د عامې روغتیا وزارت د ښو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «په تخصصي څانګو کې د مسلکي او متخصصو کسانو نشتون او همدارنګه د ښځينه متخصصینو له کمښت سره مخ یو. موږ د قابلیو او نرسانو په برخه کې ستونزه نه لرو، خو په نورو برخو کې د متخصصینو له کمښت سره مخ یو.»

د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په وینا، تېر یوه کال کې له یو میلیون ډير ماشومان زېږېدلي چې د زېږون پرمهال ۵۸۶ مېندو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 خو د عامې روغتیا وزارت سرپرست ادعا کوي چې په دومره کمه اندازه مړینه یې د سیمه په کچه  کم‌سارې ده. د هغه په وینا، دوی توانېدلي چې تر ډېره د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د سرپرست د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې نږدې ۴میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي چې تراوسه یې پر خوارځواکۍ اخته د یو میلیون ماشومانو درملنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام