په روان زېږدیز کال کې د ګوزڼ ناروغي د واکسین د کمپاین درېیم پړاو نن (د غويي ۲۴مه، د یکشنبې ورځ) په هرات کې پیل شو. دغه کمپاین به درېوو ورځو لپاره دوام ومومي او پر مهال به یې له پنځو کلونو ۲۷۸ زره کمعمره ماشومان واکسین شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال آصف کبیر سلاموطندار ته ویلي چې یاد کمپاین ملاتړکوونکی دی او پر مهال به یې د هرات ښار په ګډون، د شینډنډ ولسوالي او په مسلخ او شیدايي کمپونو کې د کورنیو بېځایه شویو ماشومان واکسین شي.
په همدې حال کې یوشمېر هغه کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته یې د ګوزڼ ضد واکسین ورکړی، نورو کورنیو ته سپارښتنه کوي چې پر ګوزڼ د خپلو ماشومانو د اخته کېدو مخنیوي لپاره دې هغوی ته واکسین ورکړي.
افغانستان کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین درېیم پړاو داسې مهال پیلېږي چې تازه په ننګرهار کې د ګوزڼ ناروغي یوه مثبته پېښه ثبت شوې او د مسوولانو په وینا، په روان زېږدیز کال کې دا په هېواد کې پر ګوزڼ ناروغي د اخته کېدو لومړۍ پېښه ده.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه هېوادونو دي چې تر اوسه پهکې په بشپړه توګه د ګوزڼ ناروغي له منځه تللې نهده.