د کابل امنيې قومندانۍ وايي، کابل کې يې پر یوې ۸ کلنۍ نجلۍ د جنسي تېري په تور يو کس نیولی دی.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز سلام‌وطندار ته وايي، د دغې ماشومې کورنۍ په وینا، دغه پېښه تېره ورځ د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند کارته سخي سیمه کې شوې ده.

نوموړی وايي، د دغه کس نسبتي دوسیه به د څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته واستول شي.

يو غږیز کلپ چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې یوه مور په کې له ناچارۍ او رنځه ځورېږي.

دغه ښځه وايي، خپله لور یې په دې هیله چې قران کریم زده‌کړي جومات ته لېږلې وه، خو هلته پرې د یوه قاري له لوري جنسي تېری شوی دی.

دغه غږيز کلپ کې راغلي: «لور مې ۹ کلنه ده. له کور څخه د دې په موخه راووته تر څو له هغه قاري سره نومليکنه وکړي چې ماشومانو ته زده‌کړې ورکوي. کله مې چې لور ولاړه، قاري یې خوله وتړله او په یوې خونه کې یې واچوله او جنسي تېری يې پرې وکړ. اوس مې لور په استقلال روغتون کې بستر ده او د مرګ او ژوند تر منځ ده. پلار یې هم بې‌روزګاره دی، پیسې نه لري او په روغتون کې هم درمل نشته. تېره ورځ مې په درملتون کې خپل ټلفون پرېښود تر څو درمل واخلم او لور مې عملیات شي.»

د کابل امنیې قومندانۍ هم نن سهار پر یوې ۸ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور د یوه کس د نیولو خبر ورکړ. د يادې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې تېری کوونکی ذکرالله نومېږي او ځان یې څوکي دار او محصل معرفي کړی دی.

د ټولنیزو شبکو د یو شمېر کاروونکيو د ادعاوو پر بنسټ، تېری کوونکی کس د قران قاري و؛ خو د کابل د امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې یاد کس د څوکي دار او محصل په توګه معرفي شوی دی.

د ټولنیزو شبکو کاروونکيو د دغې پېښې په تړاو تند غبرګونونه څرګند کړي دي.

د ټولنیزې شبکې یوه کاروونکي حمیدالله لیکلي، که چېرې د واټ پر سر د یوې نجلۍ څادر له سره وغورځېږي او یا هم په لږه لوړه توګه وخاندي، د عالمانو شورا او دیني عالمانو له لوري پرې تندې نیوکې کېږي؛ خو دغه ډول پېښې چې په جوماتونو او مدرسو کې رامنځته کېږي په تړاو یې هېڅ غبرګون نه څرګندوي.

د فېسبوک یوه بل کاروونکي لیکلي چې دولت باید په جومات کې د دغې ۸ کلنې نجلۍ د جنسي تېري قضیه په جدي توګه وڅېړي او که چېرې دا قضیه په جدي توګه ونه څېړل شي، ماشومان به يې په هېڅ ځای کې خوندي نه وي.

دا لومړی ځل نه دی چې په جومات کې پر ماشومانو د جنسي تېري په تړاو غبرګونونه راپورته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر ملا امامانو له لوري پر ماشومانو جنسي تېري شوي چې په تړاو یې د حکومت له لوري یو شمېر تورن کسان نیول شوي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام