کابل کې پر یوې ۸ کلنۍ نجلۍ د جنسي تېري په تور د يوه کس نیول کېدل
د کابل امنيې قومندانۍ وايي، کابل کې يې پر یوې ۸ کلنۍ نجلۍ د جنسي تېري په تور يو کس نیولی دی.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز سلاموطندار ته وايي، د دغې ماشومې کورنۍ په وینا، دغه پېښه تېره ورځ د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند کارته سخي سیمه کې شوې ده.