Asset 1SWN

سلام وطندار

پولیسو هغه ډاکټر نیولی چې پر یوه ۱۰ کلن هلک یې جنسي تېری کړی و

Doctor-264x165

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل پولیسو هغه ډاکټر نیولی چې څو ځله یې پر یوه لس کلن ماشوم چې ناروغ و، جنسي تېری کړی و.

نوموړي نن پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د خپل دفتر ریاست ته یې لارښوونه کړې، څو له روغتیا وزارت نه وغواړي چې د یاد ډاکټر جواز لغوه کړي او په دې سره له بنده تر را خوشې کېدو وروسته په ټولنه کې د داکټر په نوم ځای و نه لري.

هغه د یاد ډاکټر نوم اخیستی او ویلي یې دي چې د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې یې په یوه روغتون کې کار کاوه.

امرالله صالح د خورشید ټلوېزیون د مخکیني عملیاتي رییس محمدرفېع رفیق صدیقي د مړه کېدو په اړه ویلي چې د نوموړي د وژل کېدو پېښه ترهګریزه نه، بلکې جنايي ده. هغه زیاتوي چې ټول جزیات د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو په ریاست کې شته. د نوموړي په وینا، د یاد ژورنالېست کورنۍ ترې غوښتي چې صدیقي ته د درناوي او د کورنۍ د عزت ساتلو لپاره یې جزیات خپاره نه شي.

د صدیقي او د هغه د یوې همکارې جسدونه د پنجشنبې په ماښام د کابل په ستالف ولسوالي کې پیدا شول.

د کابل د قره‌باغ ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي د دغه خبر د تایید ترڅنګ، سلام‌وطندار ته ویلي و چې محمدرفېع صدیقي او د فهیمې په نوم یوه همکاره یې د مسمومېدو له کبله مړه شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې صدیقي او همکاره یې د ګازو له کبله مړه شوي دي.

بله‌خوا د ولسمشر لومړی مرستیال وايي چې په کابل کې د ۳۷۰۰ مجرمانو له ډلې یې تر اوسه ۹۰۰ هغه نیول شوي دي. نوموړي له خلکو غوښتي چې د یادو کسانو د نیولو په برخه کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

هغه پر کابل ښار د تېرې اوونۍ د راکېټي بریدونو په اړه ویلي چې ځینې موندنې په لاس ورغلي او هر وخت چې پرمختګ په‌کې وشو، له خلکو سره به یې شریک کړي.

په یادو راکېټي بریدونو کې لږترلږه ۱۰ کسان ووژل شول او ۵۱ نور ټپیان شول.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام