Asset 1SWN

د ګوزڼ له منځه وړلو عملیاتي مرکز: د راستنېدونکو کډوال ماشومانو واکسین ته چمتووالی لرو

IMG_3930

په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د خپرېدو ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ له منځه وړلو د بېړني عملیاتي مرکز مسوولان وايي، دغه وزارت د خپلو نړیوالو همکارانو په همکاري د ګوزڼ ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره عملي اقدامات په پام کې لري او هېواد ته ټولو راستانه شویو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه مرکز رییس عبدالقدوس بریالي سلام‌وطندار ته ویلي، د ډیورنډ کرښې له دواړو غاړو راستنو شویو ماشومانو ته د ګرځنده ډلو له‌خوا د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې له پاکستانه د شاوخوا شپږلکه بې‌اسناده افغان کډوالو راستنېدو په افغانستان کې د ګوزڼ مخنیوي پر وړاندې د شوې مبارزې پر وړاندې یو ګواښ دی. دغه سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې یوشمیر راستانه شوي ماشومان واکسین شوي نه‌دي.

په ورته وخت کې هېواد ته یوشمېر راستانه شوي افغان کډوال وايي، ماشومانو ته یې له دوو تر درې ځله د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شوی دی.

له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوالو احمدالله او خواني سلام‌وطندار ته ویلي: «اوس همدلته یوو، ماشومان مو میاشت کې یو ځل واکسینېږي. ماشومانو مو هلته هم واکسین شول، دلته هم واکسین شول. په کمپ کې هم واکسینېږي.»

«شپږو ماشومانو مو هلته هم واکسین وکړ او کله چې افغانستان ته راغلو، دلته په تورخم کې یې هم واکسین ورکړ.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې ګوزڼ په بشپړه توګه په‌کې له منځه نه‌دی تللی، خو په دې وروستیو کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال ویلي و چې په افغانستان کې د ګوزڼ ویروس په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام