محلي ټولګيو د له زده‌کړو بې‌برخې نجونو نوې هیلې را ټوکولي

یوه ورځ سهار یوه داسې کلي ته روان شوم چې هلته له رسمي زده‌کړو پاتې نجونې په محلي ټولګیو کې سره راټولې شوي او په ډېره مینه یې ښوونکي ته غوږ نیولی، څو کوم تازه څه زده کړي. دغه زده‌کوونکې چې په یوه خټینه کلا کې ناستې دي، وايي چې غواړي په زده‌کړو د روښنايي لوری وڅاري، څو په راتلونکي کې د ځان، کورنۍ او هېواد لپاره ګټورې تمامې شي.

پکتیا کې د لومړنیو زده‌کړو ۱۵۰ محلي ټولګي جوړ شوي

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یو‌شمېر ولسوالیو کې سلګونه نجونو او هلکانو ته د لومړنیو زده‌کړو ۱۵۰ محلي ټولګي جوړ شوي دي.

دغه محلي ټولګي د یونېسف په مالي لګښت او د افغان پرمختیایي موسسې له‌خوا جوړ شوي دي. د پکتیا پوهنې رییس عبدالوکیل خالد زیاته کړه چې دغو ټولګیو کې هغو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې چې له ښوونځي پاتي وو.

د ښځو پر کار بندیز؛ یونېسف لوګر کې د ۹۱۱ ټولګیو د لیک‌لوست بهیر ځنډولی

د ماشومانو لپاره د ملګرو‌ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) لوګر کي ۹۱۱ محلي ټولګي چې په‌کې له لیک‌لوست محروم زده‌کوونکي تر درېیم ټولګي پورې په لیک لوست بوخت وو، دا مهال د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي. د لوګر پوهنې ریاست ویاند وايي، هڅه کوي دغې ستونزې ته حل لاره ولټوي او تړل شوي محلي ټولګي د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شي.