Asset 1SWN

لوګر کې یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي

14587845_0_128_2442_1502_1920x0_80_0_0_2c1f0903540b24a9203f1534ed68737e

د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وايي، تېره ورځ مازدیګر مهال د خوښۍ ولسوالي په «بالا‌ده» کلي کې یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، د صفدرعلي په نوم یوه کس خپله مېرمن، څلور کلن زوی، تره او د تره درې زامن د توپانچې په ډزو وژلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

انس زیاته کړه، پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې او د پېښې اصلي قاتل «صفدرعلي ولد میرزعلي» په نوم کس د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.

بل‌خوا د لوګر مقام هم نن سهار «شنبه، سلواغې ۱۴مه» سلام‌وطندا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې د یادې پېښې رامنځته کېدو له امله خواشینې څرګنده کړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې او امنیتي ځواکونه به یې هر اړخیزه پلټنه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوښۍ ولسوالي اوسېدونکي هم د یادې پېښې رامنځته کېدو خبر تاییدوي او ټینګار کوي چې حکومت دې دغه پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او قاتل ته دې علني سزا ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام