سرپرست حکومت: کابل کې د امریکا سفارت د پرانېستلو هرکلی کوو

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په کابل کې د امریکا سفارت د پرانېستلو په اړه له خپرو شویو راپورونو سره سم وايي، که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول پرېکړه وي، دوی یې هرکلی کوي.
نوموړي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکا سفارت بیا پرانېستل د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي او ا.ا چمتو دی چې په دې برخه کې د امریکا سفارت او ډیپلوماټانو امنیت وساتي.

سوړ ژمی او تش لاسونه؛ راستانه شوي افغانان: د کورونو ګرمولو لپاره څه نه‌لرو

د هوا سړېدو او له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو په زور د ایستلو لړۍ دوام سره هم‌مهاله، یوشمېر بېرته راستانه شوي وايي، د خپلو کورونو د ګرمولو او د ژوند د لومړنیو اړتیاووې تامینولو توان نه‌لري.

عبدالله چې تازه له پاکستانه راستون شوی، سلام‌وطندار ته وايي، روان سوړ ژمي کې د خپل کور ګرمولو لپاره څه نه‌لري.

د کابل اوسېدونکي د «ژمي اورښتونو» ته خوښ دي

که څه هم پلازمېنه کابل او د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د سږکال ژمي واوره په ځنډ واورېده، خو کابل ښاریان ورته خوښ دي.

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي چې د ژمي روان اورښت ته خوښ دي، سلام‌وطندار ته وايي، خوښ دي چې د ژمي اورښتونه پیل شول او په وینا یې، دغه اورښتونه به د اوبو کمښت برخه کې شته ستونزې هوارې کړي. خو هغه له ناوړه اقتصادي وضعيته شکايت کوي او وايي، په دې سړه هوا کې د سون توکو د پېرلو توان نه لري.

میدان‌وردګ او پکتیکا کې پر ۴۶۶۰ بې‌‌وزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

د پکتیکا او میدان‌وردګ ولایتونو په یو‌شمېر ولسوالیو کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په ټولییزه توګه پر ۴۶۶۰ بې‌وزله کورنیو خوراکي توکي وېشل شوې دي.

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام/WPF له لوري د دغه ولایت په نرخ ولسوالي کې یې ۲۵۰۰بې‌وزله کورنیو ته خوراکي توکي ورکړې دي.

دایکندي کې د واورې ورېدو له امله د ولسوالیو او کابل ته غځېدلې لارې تړل شوي

د دایکندي محلي مسوولان وايي چې د واورې اورښت له امله د یادې ولایت د ولسوالیو سربېره کابل ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوې دي.

د مسوولانو په وینا، د کابل-دایکندي او د ولسوالیو لارې د پنجاب او یکاولنګ نمبر۱ ولسوالیو ترمنځ په «شاتو» کوتل کې تړل شوې.

محمد‌عبدالکبیر: افغانستان کې د القاعده مرکزونو په اړه څرګندونې تش تبلیغات دي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر د ملګروملتونو امنیت شورا هغه راپور تش تبلیغات بللي چې ګواکې افغانستان کې د القاعده ډلې مرکزونه شتون لري.

د نوموړي په وینا، افغانستان کې اوسنی سرپرست حکومت بشپړ واکمن دی او داسې مرکزونه نشته چې نورو هېوادونو ته ترې ګواښونه رامنځته شي.

لوګر کې یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي

د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وايي، تېره ورځ مازدیګر مهال د خوښۍ ولسوالي په «بالا‌ده» کلي کې یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، د صفدرعلي په نوم یوه کس خپله مېرمن، څلور کلن زوی، تره او د تره درې زامن د توپانچې په ډزو وژلي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې او امنیتي ځواکونه به یې هر اړخیزه پلټنه وکړي.