Asset 1SWN

سرپرست حکومت: کابل کې د امریکا سفارت د پرانېستلو هرکلی کوو

سسسسسسسسس

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په کابل کې د امریکا سفارت د پرانېستلو په اړه له خپرو شویو راپورونو سره سم وايي، که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول پرېکړه وي، دوی یې هرکلی کوي.

نوموړي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکا سفارت بیا پرانېستل د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي او ا.ا چمتو دی چې په دې برخه کې د امریکا سفارت او ډیپلوماټانو امنیت وساتي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نوي سټراټېژیک سند یوه برخه په رسنیو کې خپره شوې چې له ترهګرۍ سره مبارزې، د اقتصادي مرستو برابرولو او د سیمه‌ییز ګډون او په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو بیا پیلولو ته په‌کې اشاره شوې ده.

که څه هم په افغانستان کې د امریکا سفارت د جمهوریت له سقوط وروسته قطر ته لېږدول شوی، خو په کابل کې یې د دغه سفارت د فعالیت بیا پیلولو خبره نه‌ده منلې.

په همدې حال کې کارپوهان باور لري چې امریکا د سیاسي ګټو له امله په افغانستان کې د خپل سفارت د بیا پرانېستلو هڅه کوي. د نړیوالو اړیکو کارپوهان ولي فروزان او محمدباقر محسني وايي:

«په افغانستان کې د امریکا سفارت بالاخره پرانېستل کېږي. ژر یا وروسته ښايي یو ډیپلوماټ را ولېږي. د امریکا په څېر ستر هېوادونه ځینې وخت داسې خبرونه خپروي چې په اړه یې د خلکو ذهنیت عادي شي. په دې سره غواړي چې پر وړاندې یې د مخالفانو غبرګون هم وویني.»

«امریکا دې ته په پام چې اسلامي امارت له چین، روسیې او د امریکا نورو سیالانو سره اړیکې ساتلي، غواړي چې د خپلو سیاسي، استخباراتي او امنیتي ګټو لپاره په افغانستان کې واوسي او غواړي وضعیت له نږدې وڅاري او کنټرول یې کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې امريکا په وار وار ويلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په رسميت پېژندلو لپاره له اوسني سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د نړۍ هېوادونو له لوري وړاندې شوي شرطونه په پام کې ونيسي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام