Asset 1SWN

د کابل-میدان‌وردګ پر لویه لاره د «ملي بس ټرانسپورت» فعاله شو

IMG-20240210-WA0064

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې له کلونو ځنډ وروسته یوځل بیا د کابل-میدان‌وردګ پر لویه لاره د ملي بس ټرانسپورټ فعاله شو.

د یاد ولایت مرستیال مولوي سیدالرحمن حافظ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د میدان‌وردګ مقام د ولسونو په غوښتننه د کابل-میدان‌وردګ پر لویه لاره د ملي بسونو د تګ‌راتګ ټرانسپورټ یې بېرته پرانېستلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې اوس پر دغه لویه لاره شپږ ملي بسونه تګ‌راتګ کوي او نږدې ورځو کې به د ټرانسپورټ وزارت له لوري څلور نور ملي بسونه هم د میدان‌وردګ ټرانسپورټ امریت سره مرسته وکړي.

د نوموړي په وینا، د یاد ټرانسپورټ له فعالیدو سره به د ولسونو ډېرې ستونزې هوارې شي او په خوندي توګه به پلازمېنې کابل ته تګ‌راتګ کوي.

د میدان‌وردګ اوسېدونکي هم خوښ دي چې د ټرانسپورټ ادارې له لوري د کابل-میدان‌وردګ ملي بس ټرانسپورت بیاځلې فعاله شوی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خو دوي ټینګار کوي چې یاد ملي بسونه دې په دوامداره توګه فعالیت وکړي او له سپرلیو څخه یې د لېږد رالېږد پر مهال مناسبه کرایه واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام