د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې له ټرافیکي ګڼېګوڼې څخه د شکایت ترڅنګ وايي چې په ساعتونو-ساعتونو د موټرو په ګڼېګوڼې کې اېسار پاتې کېږي.
دوی وايي، د موټر چلوونکو لهخوا د ټرافیکي قوانینو نهمراعت او د سړکونو غاړو ته د موټرو د ودرېدو شمېر زیاتوالي له امله د موټرو ګڼهګوڼه خورا زیاته شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل یوه اوسېدونکي شاهدالله سلاموطندار ته وویل چې ستونزې زیاتې دي او اړوند مسوولان باید ورته پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «نن زه خپله په دې ګڼهګوڼه کې اېسار وم. ټرافیک کار کوي، خو خپله موټرچلوونکي هم پاملرنه نهلري او دا د ټرافیکي ګڼېګوڼې لامل کېږي، ستونزې ډېرې دي. زه خپله د دهافغانان او عبدالحق مسیر کې دوه ساعته اېسار وم.»
کابل ښار کې موټرچلوونکي بیا وايي چې د دوی لپاره ځانګړي تمځایونه نشته او اړ دي د سورلیو پیدا کولو لپاره د سړکونو پر غاړه ودرېږي.
یوه موټر چلوونکي احسان وویل: «وروره موټر زیات دي او ټول وزګاره دي. ټولو د موټر چلولو ته مخه کړې او همداراز حکومت باید د دې ستونزې حل ته یوه لاره ولټوي او تمځایونه مشخص کړي.»
بلخوا د کابل د ټرافیک عمومي ریاست چارواکي وايي، پلازمېنه کې به د موټرو مدیریت لپاره راتلونکی کال د ښاروالي او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په همکاري د «سمارټ ښار» په نوم پروژه پلې کړي.
د کابل د ترافيکو عمومي رييس حسيبالله مختار وايي: «د دې لپاره چې موږ وکولای شو، ښه مدیریت وکړو، راتلونکی کال د «سمارټ سیټي» سېسټم په نوم پروژه، د ښار مدیریت لپاره لرو چې بودیجه به یې دې نږدو کې لاسلیک شي، چې موږ وکولای شو د برښنايي له لارې ښاري مدیریت ولرو. بل پلان مو د ښاري ټکسیو د تمځایونو جوړول دي، څو له دې لارې شخصي او ټاکسي موټر له سړکونو واخلو او همداراز د ښار منځ کې پارکونه لهمنځه یوسي.»
د کابل د ترافيکو رياست چارواکي پلازمېنه کې د ګڼېګوڼې او بېنظمۍ کمولو لپاره د هوکړهلیک د لاسلیک خبره هم کوي او په وینا یې، تر ډېره به ټرافیکي ستونزې راکمې کړي.