Asset 1SWN

سږکال به هېواد کې د ۵۶میلیونه افغانیو په ارزښت ټرافیکي څراغونه ولګول شي

چراغ ترافیکی2

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست مسوولان وايي، په پام کې ده چې تر راتلونکې یوې میاشتې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۶ ټرافیکي څراغونه فعال کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیک پولیسو عمومي رییس حسیب‌الله مختار وايي چې دې موده کې به د پلازمېنې کابل د بېلابېلو سیمو لس څلور لارې پر ټرافیکي څراغونو سمبال شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه څرګندونې پرون دوشنبه د وږي ۲۷مه د کابل د دولسمې ناحیې اړوند د «احمدشاه بابا مېنې» یوې څلور لاره کې د ټرافیکي څراغونو د فعالولو مراسمو ته د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي وویل: «د پروان کارتې دویمه حصه، د کابل پوهنتون درې لارې، سرای غزني، د پُل سرخ څلور لارې، د شاه‌شهید اول سړک، د ملي بس څلورلارې، د ارزان قیمت څلورلارې، او د داوود خان څلور لارې به پر ټرافیکي څراغونو سمبال شي.»

په ورته مهال کابل کې یو‌شمېر موټر چلوونکي وايي چې د یادو ټرافیکي څراغونو په فعالېدو سره به پلازمېنه کې د موټرو ګڼه‌ګوڼه او بې‌نظمي کمه او د ټرافیکي پېښو په کچه کې به کموالی راشي.

یوه موټر چلوونکي فریدالله وویل: «ټرافیکي څراغونه چې وي، ‎ټرافیک ته اړتیا نشته، که څوک موټرچلوونکی وي، ټرافیک ته اړتیا نشته. که څراغ زرغون وي، یعنی ځه، سور وي، نو ودرېږه.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د کابل په ګډون د هېواد په ډېری ولایتونو کې د ټرافیکي څراغونو نشتون د ټرافیکي پېښې د رامنځته‌کېدو اصلي لامل ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام