Asset 1SWN

حجت‌الله مجددي: هلمند کې خبریالان له ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي

00000000000000000

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وايي چې هلمند کې خبریالانو له ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي. هغه دغه څرګندونې هلمند ته د سفر پرمهال د محلي خبریالانو او د ځايي رسنیو مسوولانو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

مجددي د یادې لیدنې پر مهال ویلي چې هلمندي خبریالان د نورو ولایتونو سره په توپیر ځینو ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي چې ځايي مسوولان یې باید ستونزې ورحل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي، که دې ولایت کې د رسنیو او خبریالانو اقتصادي او شته ستونزې حل نه‌شي لرې نه‌ده چې دغه ولایت کې رسنۍ او خبریالان خپل رسنیز فعالیتونه ودروي.

حجت الله مجددي د هلمندي خبریالانو او رسنیو د ستونزو په اړه وویل: «دلته د حکومت پالیسي متفاوت ډول ده. هغه پالیسي نور ولایتونو کې چلېږي، هغه باید دلته هم پلي شي. موږ هڅه کوو چې د ولایت د مسوولینو سره په همږغۍ یادې ستونزې هوارې کړو. «

د هغه په وینا، هلمند ته یې د سفر موخه هم داده چې دې ولایت کې له خبریالانو او د رسنیو مسوولانو سره له نږدې وګوري، څو ستونزو ته يې حل لاره ولټوي.

هلمند کې د خبریالانو د ټولنې مشر وحیدالله وحدت بیا وايي، له اوږدې مودې راهیسي هلمندي خبریالانو او محلي رسنیو د رسنیو ملاتړو بنسټونو له‌خوا کومه ځانګړې پاملرنه نه‌ده شوې او هغه ستونزې چې دلته رسنۍ او خبریالان ورسره مخ دي، لا هم نه دي حل شوي.

هغه وویل: «د ازادو خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د استازیو راتګ هلمند ته  زیاته مهمه ده، باید دوی مخکې راغلي وای. هلمند مېشتي  خبریالانو د یو سخت اقتصادي وضیعت سره مخ دي او ترڅنګ یې محلي رسنۍ هم د اقتصادو ستونزو سره مخامخ دي. «

هلمند کې د سکون راډیو مسوول حافظ‌احمد نصرت هم وايي چې دغه ولایت کې محلي رسنۍ له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او په‌کار ده چې د رسینو او خبریالانو ملاتړي بنسټونه ورسره همکاري وکړي.

هغه وویل: «دا یو څرګند حقیقت دی، افغانستان په کچه رسنۍ یو سخت اقتصادي وضیعت سره مخ دي. د رسینو د ملاتړو بنسټونو څخه زموږ غوښتنه دا ده هغوی دې د رسینو دغه اوسني وضعیت ته پام وکړي. «

بلخوا د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض وايي چې ا.ا د نورو ولایتونو په څېر هلمند کې هم د خبریالانو سره د معلوماتو ورکولو برخه کې خپله همکاري کړې او لاهم دوام ورکوي .

خو نوموړی زیاتوي چې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه دې د دې ولایت خبریالانو او محلي رسنیو سره اقتصادي برخو کې مرستې وکړي.

هغه وویل: «هلمند ولایت مقام  اطلاعاتو کلتور ریاست او ټول مسوولین تل د رسنیو او خبریالانو سره همکاره پاتي شوي. دوي ته اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې خپل تر وسې پورې مرسته کړې ده. لاهم دوام ورکوي او موږ هم د خبریالانو او ملاتړو بنسټونو غږ کوو د خبریالانو اقتصادي ستونزو په هوارې کې مرستې وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هلمند مېشتي خبریالانو په داسي حال کې  د ځینو رسنیزو ستونزو د هواري غوښتنه کوي چې دې وروستیو کې ګڼ‌شمېر خبریالانو د شته ستونزو او ګڼو نورو دلایلو له مخې، له هېواده وتلي او هغه چې پر دندو بوخت دي، ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام