Asset 1SWN

میدان‌وردگ کې پر نږدې ۴۵۰۰ بې‌وزله کورنیو مرستې ووېشل شوې

میدان وردګ

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې پر ۴۴۷۱ بې‌وزله کورنیو مرستې وېشل شوي دي.

د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له‌خوا سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هرې بې‌وزله کورنۍ باندې ۳۲۰۰ افغانۍ نغدي مرستې وېشل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي چې په پام کې ده، د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري په نږدې ورځو کې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پر بې‌وزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو او نغدو پیسو ورته مرستې ووېشل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بې‌وزله کورنۍ هم خوښې دي چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري یې د نغدو پيسو مرسته ترلاسه کړې، خو غوښتنه کوي چې دغه مرستې دې په دوامداره توګه پر بې‌وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام