Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د غشي ویشتلو پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې

FB_IMG_1707563809741

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره په چک ولسوالي کې د غشي ویشتلو سیالي پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په جوړو شویو سیالیو کې د غشي ویشتلو پياوړو لسګونه لوبغاړو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه په میدان‌وردګ کې غشې ویشتلو ورزش ته وده ورکول او د ورزش‌کارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې یادې سیالي د یارمحمد‌خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد ورزش مینوال هم خوښ دي چې په میدان‌وردګ کې د لومړي ځل لپاره د غشي ویشتلو سیالي وشوې، خو ټینګار کوي چې د بدني روزنې او ورزش امریت دې ورته سیالي په نورو ولسوالیو کې هم جوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام