Asset 1SWN

د کابل-لوګر لویې لارې موټرچلوونکي: پیسې راڅخه اخلي، خو تم‌ځایونه نشته

لوګر-سړک

د کابل-لوګر لويې لارې یوشمیر موټرچلوونکي وايي چې د دې لارې موټرو لپاره د تم‌ځایونو نشتون  له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، د کابل- لوګر لیني موټرو لپاره پلازمېنه کابل او  پُل‌علم کې تم‌ځایونه نشته او په وینا یې، په ډېرې سختۍ سورلۍ پیدا کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوي له ولایتي ادارې غواړي چې د کابل-لوګر لويې لارې لیني موټرو ته تم‌ځایونه جوړ کړي، ترڅو وکولای شي چې سورلۍ په اسانه پیداکړي او له شته ستونزو خلاص شي.

د کابل-لوګر لویې لارې یوه موټرچلوونکي صابر وویل: «نه په لوګر کې اډه شته، نه په کابل کې اډه شته، نه ټرافیک مونږ پریږدي او نه هم امنیتي ځواکونه چې سپرلۍ پورته کړو، ځينې موټرچلوونکي د کابل له چوک څخه ځينې له بیني‌حصار څخه سپرلۍ پورته کوي،مونږ له پراخو ستونزو سره مخ یو.

په ورته مهال د یادې لویې لارې یو بل موټرچلوونکی وارث هم له ورته ستونزې سرټکوي. د نوموړي په وینا، له تېرو پنځو کلونو راهیسې پر دې لارې موټر چلوي او وايي، هره ورځ یې ټرافیک د موټر ټایرونه ورپنچروي.

هغه وویل: «تېرو پنځه کالونو راهیسې د کابل-لوګر په لویه لاره موټر چلووم، اډه نشته مونږ د سړک له غاړې سپرلۍ په غلا پورته کوو، هره ورځ ټرافیک او امنیتي ځواکونه زمونږ د موټرو ډاېرونه وهي او کله مو یوې خواته او کله مو بلې خواته بیایي، دولت څخه مو هیله داده چې دغه ستونزه هواره کړي.»

د کابل-لوګر لويې لارې یو بل موټر چلوونکی صفي‌الله سلام‌وطندار ته وویل، که څه هم ټرانسپورت اداره پر لویې لارې د تګ‌راتګ پرمهال له موټرچلوونکو پیسې اخلي، خو موټر چلوونکو ته یې هېڅ اسانتیا نده برابره کړې.

نوموړی له امنیتي ځواکونو او ټرافیکو څخه شکایت کوي، د هغه په خبره، هره ورځ د سورلۍ پیداکولو پرمهال يې ټرافیک او امنیتي ځواکونه موټرو ته زیان رسوي او ځیني وختونه يې موټر حوزې ته بیايي. «افغانستان کې بل کار نشته همدا ډریوري ده، ډریوري کې هم اډه نشته، دولت پیسې را څخه ۴۰ تر ۵۰ پورې اخلي سپرلۍ معلومات نشته، کله مو یوې خواته بیایي کله مو بلې خواته-د ننګرهار او کندهار موټر هم دغلته سپرلۍ پورته کوي شهرې ناپرسان ده.»

د کابل-لوګر لوې لارې مسافر هم وایي چې د موټرو لپاره د تم‌ځایونو نشتون دوی هم ستونزو سره مخ کړي. دوی غوښتنه کوي چې حکومت په ځانګړې ډول ټرانسپورټ وزارت دې د یادې لارې موټرو لپاره ( آډې ) تمځایونه جوړ کړي.

بل‌خوا د لوګر محلي چارواکي هم تاییدوي چې د کابل-لوګر لويې لارې موټرچلوونکي او مسافر له ستونزو سره مخ دي، خو ټينګار کوي چې دغه ستونزه به ډېر ژر هواره شي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل: «دا ستونزه پر ځای ده. که څوک کابل ته ځي، که څوک له کابل څخه لوګر ته راځي، د اډې برخه کې ستونزه شته، د ولایت مقام په اداري مجلس کې په دې اړه خبرې شوې او ژر تر ژره به د ټرانسپورت، ښاروالۍ او عراضۍ ادارو له لوري دغه ستونزه هواره شي او کابل کې تر یوه بریده دغه ستونزه هواره ده. کوم ځای چې ټرانسپورت وزارت د لوګر لیني موټرو ته ټاکلي، هیله لرو چې موټر چلوونکي ورته پام وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کابل-لوګر لویه لاره شاوخوا ۶۵ کېلومټره اوږدوالی لري، پر یاده لاره هره ورځ سلګونه لوی او واړه موټر تګ راتګ کوي، خو د موټرو د تم‌ځایونو (اډو) نشتون له امله یو شمېر موټرچلوونکي پر دغه لاره سفر کولو ته هم زړه نه ښه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام