Asset 1SWN

ستانکزی پاکستان ته: له بې‌ځایه تبصرو لاس واخلئ، ډیورنډ نه‌منوو

ستانکزی

د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې پاکستان دې له بې‌ځایه څرګندونو لاس واخلي او په وینا یې، «ډیورنډ کرښه» افغانان په رسمیت نه‌پېژني او نه یې هم په رسمیت پېژندلې ده.

نوموړي دغه څرګندونې پُل‌علم کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۵ کليزې په مناسبت جوړې شوې يوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وويل: «پاکستان مشران دې نور له بې‌ځايه تبصرو لاس واخلي، ډيورنډ فرضي کرښه نه موږ منلې او نه به یې ومنو او افغانان اوس دومره وړتيا لري چې له خپلې خاورې په مېړانه دفاع وکړي.»

د نوموړي په وینا، هېواد کې له لسیزو وروسته امنيت ټينګ شوی او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره، د نورو هېوادونو په زیان وکاروي.

د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د پاکستان پر مشرانو هم غږ وکړ چې خپله خاوره کې له افغان کډوالو سره د ‌نړيوالو اصولو له مخې چلن وکړي او په وینا یې، د افغان کډوالو پر وړاندې له زورزياتي لاس واخلي.

د غونډې په درشل کې د لوګر يوشمېر مسوولانو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې د روسیې ځواکونو پر وړاندې د افغانانو بريا د هغوی د يووالي او قربانيو پایله وبلله اوپر هېوادوالو یې غږ وکړ چې له شته نظام څخه ملاتړ وکړي.

له نن څخه کابو ۳۵کاله وړاندې په ١٣٦٧ کال کې د سلواغې میاشتې پر ٢٦مه شوروي ځواکونه د افغانانو پر وړاندې مات او له افغانستان څخه ووتل.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه ورځ هر کال په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د حکومت، پخوانيو مجاهدينو او عامو خلکو له لوري نمانځل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام