Asset 1SWN

ستانکزی: ایران او پاکستان پر ا.ا د سیاسي فشار راوستلو په لټه کې دي

ستانکزی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وايي چې ایران او پاکستان پر اسلامي امارت د سیاسي فشار راوستلو لپاره له دغو هېوادونو د افغان کډوال د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه د تلې ۱۹مه بلخ کې د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز د پرانېستلو پر مهال کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «پاکستان او ایران کې زموږ سلګونه افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، نیول کېږي، دوی رسنیو کې وايي چې اسناد نه‌لري، خو تاسو وینئ چې اسناد هم لري، خو نیول کېږی. دا پروسه ولې شروع شوې د دې لپاره چې پر اسلامي امارت اقتصادي، سیاسي فشار راولي. »

په همدې حال کې ایران تازه د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتنه کړې چې دغه هېواد ته د ناقانونه افغان کډوالو د ورتلو مخه ونیسي. ایراني چارواکو یاده غوښتنه تېره ورځ د ایران او اسلامي امارت د استازیو ترمنځ د قونسلیو په ګډه ناسته کې کړې ده.

خو سرپرست حکومت له ګاونډیو هېوادونو یو ځل بیا غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو له ځورونې او نیونې لاس واخلي او له هغوی سره نېک چلن وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل: «له بده‌مرغه چې ګاونډي هېوادونو کې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو دواړو هېوادونو سره اړیکه کې یوو او هیله لرو چې خبرو کې پرمختګ راشي او د دې غوښتنه کوو چې ګاونډي هېوادونو دې د افغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي او  ښه سلوک دې ورسره وکړي.»

له دې سره هم‌مهاله په ایران او پاکستان کې افغان کډوال وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د دغه هېواودونو پولیسو چلن د دوی ژوند تریخ کړی دی. شهاب چې درې کاله وړاندې ایران ته کډوال شوی، سلام‌وطندار ته وویل چې دغه هېواد کې د افغان کډوال پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

نوموړي وویل: «افغان کډوال بد وضعیت کې دي. د ایران خلکو پرېکړه کړې چې افغان کډوال وباسي، افغان کډوالو ته له درنو کارونو پرته نور څه نه‌ورکوي، ترڅنګ یې د ایران مامورین بې‌اسناده کډوال نیسي او ځوروي یې.»

په همدې حال کې بلال چې دوه کاله وړاندې پاکستان ته کډال شوی او اوس اسلام‌اباد کې ژوند کوي، سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت له پرېکړې وروسته یاد هېواد کې د افغان کډوالو ځورونه زیاته شوې ده.

هغه وویل: «د حکومت له پرېکړې وروسته ځورونه زیاته شوې او دې موضوع د افغان کډوالو اندېښنې زیاتې کړي او دا یو ناورین دی، هیله لرو چې دا ستونزه حل شي.»

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ناقانونه افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت اعلان شوې پرېکړه به بدله نشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی داسې مهال دی چې پاکستان نږدې یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ چې له دغه هېواده به نږدې یو میلیون او ۷۰۰زره کډوال د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه له پاکستانه وباسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام