Asset 1SWN

د خوست ملکي روغتون کې د «مقاوم توبرکلوز» څانګه پرانیستل شوه

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۷۸خ۷۸خ۸۷قخق۷۸خ۸خ۸

د خوست د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د ياد ولايت په ملکي روغتون کې يې د افغانستان «توبرکلوز ملي پروګرام» د کنترول ریاست له لوري د «مقاوم توبرکلوز» ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړې څانګه پرانیستله.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر شېراګل ځدراڼ سلام‌وطندار ته وايي چې د «مقاوم توبرکلوز» څانګې په پرانیستو سره به ناروغانو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي او د خوست ملکي روغتون کې به د دوی تشخیص او درملنه کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وويل:«مخکې زموږ د خوست مریضان به د مقاوم توبرکلوز د تشخیص لپاره پکتیا ته تلل او په لار کې له مختلفو حوادثو سره مخ کیدل، نن موږ وکولای شو چې، دلته د خوست په تخصصي شفاخانه کې د دې خدمات فعاله شي.»

د افغانستان د توبرکلوز ملي پروګرام د کنترول ریاست مسوول ډاکټر خان‌محمد منګل بيا وویل چې خوست کې دامهال شاوخوا ۸۰ کسان په مقاوم توبرکلوز اخته دي. هغه له خلکو غوښتنه کوي چې د دې ناروغي مخنیوي او وړیا درملنې لپاره دې یاد مرکز ته مراجعه وکړي.

هغه وویل: «د خوست غریب خلک به وکولای شي چې د مقاوم توبرکلوز ناروغان چې مخکې پکتیا ته تلل، اوس به انشاءالله د خوست ولایتي روغتون کې تداوي کېږي او دلته به ټول د مقاوم توبرکلوز تشخیصیه تداوي او ټول پروسېجرونه  تطبیق کېږي.»

بل لور یوشمېر هغه کسان چې د مقاوم توبرکلوز څانګې ته یې خپل ناروغان د درملنې لپاره راوړي، خوښ دي او وايي، اوس به په اسانۍ په لنډ وخت کې خپل ناروغان یاد مرکز ته د درملنې لپاره راوړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان د توبرکلوز د ملي پروګرام د کنترول ریاست د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې تراوسه شاوخوا دوه نیم زره د مقاوم توبرکلوز ناروغان تشخیص شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام