Asset 1SWN

بادغیس کې د ۱۴میلیونه افغانیو په لګښت انتاني روغتون پرانېستل شو

FB_IMG_1689493253005

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د توبرکلوز، ایډز او نورو ساري ناروغیو د درملنې په موخه انتاني روغتون پرانېست.

د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مرستیال عجب‌خان حمیدي د یاد روغتون د پرانېستلو پر مهال وویل چې یاد روغتون ۲۰ بستره لري او د یاد مرکز قله‌نو ښار کې جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حمیدي په وینا، یاد روغتون کې به د ناروغانو لپاره د اکسرې، پرمختللي معاینات او د شپې او ورځې پر مهال د درملو وېش خدمات وړاندې کېږي.

د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مرستیال عجب‌خان حمیدي زیاته کړه چې دغه روغتیايي مرکز کې دا مهال د ښځو په ګډون ۴۸ کسان پر دندو بوخت دي.
هغه همداراز وویل چې یاد روغتون د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتیا نړیوال سازمان له لوري رغول شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د بادغیس په مرکز او د ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې دا مهال ۵۴ روغتونونه او ۲۹ روغتیايي مرکزونه خلکو ته د خدمات وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام