Asset 1SWN

ختیځو ولایتونو کې د بې‌کیفیته درملو پلور؛ ناروغان: درمل خورو، خو اغېز نه‌لري

درمل-1-850x529

د ختیځو ولایتونو یو‌شمېر اوسېدونکي دغه ولایتونو کې د بې‌کیفیته درملو د پلور په اړه د اندېښنو په څرګندولو سره وايي چې درمل خوري، خو بې‌اغېزې دي.

د ننګرهار ولایتي روغتون ته يوشمېر راغلي ناروغان وايي، درملتونو کې د درملو کيفیت کم او نرخونه يې خورا لوړ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

۴۰ کلن فرمان چې له کونړ څخه یې خپل ناروغ د ننګرهار ولایتي روغتون ته راوستی وايي، له څو ځلې درمل اخيستو سربېره یې ناروغ بد وضعيت کې دی. هغه له مسوولانو غواړي چې د بې‌کیفیته درملو د پلور مخه ونیسي.

نوموړي وویل: «له کونړ څخه راغلي یو ننګرهار ته دلته مو ناروغ راوستی دی. دا یوازې یو ځل نه دی، څوم ځل دی چې خپل ناروغ راولو دلته، موږ ته درمل او دوایانې راکوي، خو هېڅ تاثیر نکوي هېڅ ورسره ناروغ ښه کېږي. نه ښه‌والی ورسره نکوي، مونږه له دې درملو په تنګ راغلي یو چې خورو یې، خو ستونزه نه حل کوي. بېخي دا درمل بې‌کیفیته دي، خراب دي، د دې پرځای چې ناروغ ښه کړي لا ورته ستونزې جوړوي.»

د ختيځ زون یوشمېر نور اوسېدونکي وايي، بې‌کیفیته درمل تر ډېره له پاکستان څخه په قاچاقي ډول هېواد ته انتقالېږي. دوی د بې‌کیفیته درملو د پلور په برخه کې ځينې درمل پلورونکي او ډاکټران هم د درملو له واردوونکو شرکتونو سره په جوړجاړي تورنوي

د لغمان اوسېدونکي وحیدالله وویل: «د درمل پلورونکو کمپنیو له‌خوا د ډاکټرانو سره ډیل کېږي، په درمل پلورلو کې فیصدي لري. دوې د غریبو خلکو په کیسه کې نه دي. یوازې د حج او عمرې ادا کولو لپاره دغه بې‌کیفیته درمل پر خلکو پلوري.»

ختیځ کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د متشبثینو د ټولنې مرستیال حاجي نجیب‌الله صاحب‌زاده وويل، ښايي ځینې کړۍ قاچاقي لارو څخه بې‌کیفیته درمل وارد کړي، خو د درملیزو خدمتونو ټولنه او د ننګرهار د عامې روغتیا ادارې د ارزونې ټیم څارنه کوي او وخت پر وخت بې‌کیفیته درمل له بازار څخه راټولوي.

نوموړي وویل: «متاسفانه کېدای شي د قاچاقي لارو له امله چې زموږ هېواد پخوا هم د تروریزم ښکار و او سرحدونه خلاص و او ونشو کولای چې کنټرول منځته راشي نو کیدای شي ځیني فرصت طلبه خلک بعصي اقلام به د مختلفو کمپنیو راوړي چې هغې نه ګټه وکړي ممکن د ځیني قلمونو په هکله اشتباه موجوده وي، خو واقعي نتیجه ونه‌لري، لکن په عمومي توګه شرکتونه زمونږه اتحادیه دا ټول په همدې کوشش کوي نه یوازې دا چې کیفیت باندې تاکید ولري، بلکې موثریت او قیمت باندې هم تاکید وشي او داخلي تولیداتو ته زمینه برابره کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بې‌کيفیته درملو پلور پر ختيځ زون سربېره په ټول هېواد کې يوه لويه ستونزه ګڼل کېږي. روغتياپالان په دې باور دي، که دې ستونزې ته جدي پام ونه شي، ډېری خلک به په بېلابېلو ناروغيو اخته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام