Asset 1SWN

سلام وطندار

د کندوز ښار اوسېدونکي د روغتیایي خدمتونو د کموالي په اړه شکایت کوي

کندوز ۱

د کندوز ښار د درېیمې ناحیې یوشمېر اوسېدونکي په یاده سیمه کې د روغتیايي خدمتونو د کموالي په اړه شکایت کوي او وايي، روغتیايي کارکوونکي ناروغانو ته سمه پاملرنه نه کوي او د هغو له پایوازانو سره هم ناسم چلن کوي.

د کندوز ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکی محمدسلیم وايي چې د «باغ شرکت» روغتیايي مرکز کارکوونکي د ناروغانو ستونزې نه حلوي او له پایوازانو څخه یې ډالۍ غواړي، خو که ور یې نه کړې، د ناروغانو خدمت نه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «ډاکټران د روغتیايي توکو په بدل کې چې ناروغانو ته یې ورکوي، له هغوی ډالۍ او ځینې کرنیز محصولات غواړي؛ تمه لري چې موږ یې ورته راوړو. له خلکو سره ډېر ناسم چلن کوي، اخلاق نه لري او خلک ډېر ځوروي. چا ته سمه اجازه نه ورکوي چې په کتنځي کې پاتې شي، څو د ډاکټرانو هماغه شخصي غوښتنې ونه مني. خلک ډېر ځورول شوي، وايي چې نور کلینیک ته نه ځوو؛ ځکه ډاکټران موږ ته پاملرنه نه کوي.»

د کندوز ښار د درېیمې ناحیې یو بل اوسېدونکی احمدفرید هم د دغه روغتیايي مرکز د کارکوونکو له ناسم چلن څخه ګیله‌من دی او له حکومت نه غواړي چې د خلکو ستونزې حل کړي. د نوموړي په وینا، په یاد روغتیايي مرکز کې قابلې او نور ډاکټران شته، خو د ناروغانو درملنه نه کوي او ورسره ناسم چلن کوي.

په همدې حال کې د کندوز د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د دغه ریاست د څارنې ډلې هره ورځ د کندوز ښار او ولسوالیو روغتیايي مرکزونه ګوري او که د چا تخلف یې ولیده، سخت چلن به ورسره وشي.

د کندوز د عامې روغتیا ریاست سرپرست رحمت‌الله توتاخېل که څه هم په «پاغ شرکت» روغتیايي مرکز کې ستونزې نه ردوي، خو وايي چې د ورته ننګونو د مخنیوي لپاره به ژر لاس په‌ کار شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه زیاتوي: «روغتیايي برخه چې ډېره لویه ده او کلینیکونو ته د خلکو ورتګ هم ډېر دی؛ نو هرومرو به داسې کوچنۍ ستونزې وي، خو که په هر ځای کې دا ډول ستونزې او د خلکو ناخوښي وي، موږ یې څارو او مسوول کس ته سپارښتنه کوو چې داسې بې‌مسوولیتي ونه کړي.»

د یادونې ده چې د کندوز د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو تر دې مخکې هم د روغتیايي خدمتونو د کموالي او ورته د دوی د لاسرسي نه لرلو په اړه شکایتونه کړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام