Asset 1SWN

زابل کې د نري رنځ د تشخیص او درملنې ځانګړی مرکز پرانېستل شو

ییییییییییی

د زابل  ځایې چارواکي وايي چې د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې د زابل ولایتي روغتون ته څېرمه د نري رنځ د تشخیص او درملنې مرکز پرانېستی او له دې وروسته به پر دې ناروغي د اخته کسانو درملنه همدلته کېږي.

زابل کې د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې مسوول ډاکټر مجیب‌احمد وايي، د دغه مرکز د جوړولو ترڅنګ، هڅه کوي چې په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه هم وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي له زابلیانو غوښتي چې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان په نښه او دوی ته یې د درملنې لپاره ور وپېژني.

په همدې حال کې د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وايي، د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې ورسره ژمنه کړې چې د نري رنځ ناروغي پر وړاندې د مبارزې په موخه به خپل روغتیايي خدمتونه د دغه ولایت ولسوالیو ته هم وغځوي.

بله‌خوا یو دیني عالم حمدالله اخوندزاده په زابل کې پر نري رنځ د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې دوی به دې برخه کې د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې سره همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې نری رنځ یا توبرکلوز هغه ناروغي ده چې د راپورونو پر بنسټ، هر کال یې له کبله زرګونه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام