بدخشانن کې د نري رنځ د درملنې څانګې مسوولان وايي چې د کورونا ویروس په خپرېدو سره د دغو ناروغانو د درملنې بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د دوی په وینا، له کورونا مخکې پر نري رنځ د اخته کسانو درملنه ۹۴ سلنه په بریالیتوب سره کېده او هر کال به یې د ګڼ‌شمېر کسانو درملنه کوله، خو اوس کورونا پر دغه بهیر سیوری غوړولی دی.

د فیض‌اباد په ولایتي روغتون کې د نري رنځ د څانګې مسوول قطب‌الدین برومند وايي، په روان کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نري رنځ ۱۰۵۰ پېښې پېژندل شوي، خو له ډلې یې یوازې د ۱۵۰ هغو درملنه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله شته محدودیتونو او له دغه ویروس سره د نري رنځ د نښو نښانو ورته‌والي د ډاکټرانو لپاره پر نري رنځ د اخته کسانو درملنه سخته کړې ده.

هغه وايي، دوامداره ټوخی، د ستوني او غړو درد، بې‌حوصلېتوب د نري رنځ مهمې نښې نښانې دي او په وینا یې، دا نښې پر کورونا اخته کسانو کې هم لیدل کېږي.

د یاد روغتون د نري رنځ څانګې د مسوولانو په خبره، پر دې ناروغي ۵۷ سلنه اخته کسان ښځې او ۴۳ سلنه نور هم نارینه دي.

د بدخشان په روغتیا ریاست کې پر نري رنځ د اخته کسانو د درملنې څانګه د امریکا متحده ایالاتو په مالي مرسته له ۴۰ زره ډالرو په ډېر لګښت جوړه شوې او په پرمختللو وسایلو سمبال ده چې د ډاکټرانو په وینا، په یاده برخه کې شته ټکنالوژي پر نري رنځ د اخته کسانو د درملنې په برخه کې ډېره اغېزناکه ده او اړتیا نشته چې یاد ناروغان کابل ته ولاړ شي.

اوس د بدخشان په بېلابېلو ولسوالیو کې د نري رنځ ناروغۍ د درملنې مرکزونه فعال دي او کارکوونکي یې د دې ناروغي له پېژندلو تر رغېدو پورې پر نري رنځ اخته کسان تر سختې کتنې لاندې نیسي.

بدخشان کې د سختې بې‌وزلۍ او د خوړو امکاناتو نه موجودیت له کبله د نري رنځ ناروغي هم ډېره ده او په تېرو کلونو کې پر دې ناروغي د زرګونو اخته کسانو درملنه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام