افغانستان له هنده د کورونا واکسین لومړۍ جوپه ترلاسه کړه. د کورونا واکسین دغه بسته ۵۰۰ زره ډوزه ده؛ خو تراوسه يې د نړيوال روغتيايي سازمان تاييدي نه ده ترلاسه کړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحيدالله مجروح د ياد واکسين د ترلاسه کولو پر مهال د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې رسنیو ته وويل، ټاکل شوې چې په دې شمېر واکسین سره ۲۵۰ زره افغانان واکسین شي.
وحيد مجروح د هغې پوښتنې په ځواب کې چې دغه واکسين د نړيوال روغتيايي سازمان له لوري تاييد شوی که نه، وويل چې د نړيوال سازمان له لوري تاييدي به شاوخوا ۱۰ ورځې وخت ونيسي؛ خو تر هغه وخته پورې به په افغانستان کې هېڅ وګړي ته تطبيق نهشي.
د نوموړي په وينا، د کورونا ويروس دويمه څپه کنټرول شوې ده؛ خو صفر ته نه ده ټيټه شوې. مجروح زياتوي، روغتيايي سکټور پوره هڅه کوي چې د کورونا درېيمه څپه کنټرول کړي او افغانان ترې وژغوري.
له دې د عامې ورغتيا وزارت ويلي، په تېره يوه شپه او ورځ کې له کورونا ۳ کسان مړه شوي دي. افغانسان کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۳۵۹ ته رسېدلی دی چې له دې ډلې ۴۸ زره او ۴۱۳ نور بېرته ښه شوي دي او همداراز ۲زره او ۴۱۳ کسان له کورونا مړه شوي دي.